د افغانانو له پاره د بحث يوه ډیره مهمه موضوع

ډاکټر محمد فرید بزګر

631

يوه ډیره مهمه موضوع چې باید بحث په وشي، په نوره نړۍ کې میشت افغانان او کارکوونکي دي، خصوصاً په اروپا، امريکا او کاناډا کې. له بده مرغه دغه افغانان، ځينې افغانستان میشت افغانان په ښه نوم نه يادوي، سګ شوی، تکسيوان، بشقاب شوی او په نورو نومونو يې یادوي. خو برعکس هغه پاکستانیان چې د پاکستان نه بهر په نورو هيوادونو کې کار کوي پاکستانیان يې د پاکستان د ملا تير او د پاکستانیانو د سترګو تور ګڼي. ځکه دغه خلک د خپل زیار او زحمت له کبله په کال کې ميليونونه ډالر د خپل هيواد او هيوادوالو سره مرسته کوي، بهرنۍ پیسې يې هيواد ته راځي او دلته يې هيوادوال په خپل ژوند او روزګار جوړوي. راځئ چې موږ هم لکه د نورو هيوادونو خپل هېوادوال چې په بهر کې دي ونازو او قدر يې وکړو، دوی هم افغانستان ته په ميليونونو ډالر راليږي او دلته له ډيرو هيوادوالو سره مرسته کوي، دغه افغانان لکه په هيواد کې میشت افغانان له خپل هيواد او خلکو سره مينه لري او په يو ډول نه يو ډول ورسره مرسته کوي. هغوی چې افغانستان ته د چور لپاره راغلي وو، او د افغانستان د نظام د تباهي سبب شو په دې ډله کې نه راځي، هغه لکه د افغانستان د نورو لنډغرانو سره هيڅ فرق نه لري، خو کوم چې زه يادوم هغوی واقعاً سپيڅلي خلک او د ځينو مجبوريتونو له کبله خپل هيواد پريښی دی، چې په دې ډله کې زموږ ستاسې خپل خپلوان، دوستان، کلیوال او نور راځی. همدغه هيوادوال دې چې د افغانستان په دې سختو شرايطو کې د افغانانو سره مرسته کوي او څومره چې يې له وسه وي، په افغانستان کې د بېوزلو لاسنیوی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.