نری شماله

آمنه فنا

1,153

نری شماله!

د سپرلي نری شماله

 راوړه حال زما د کلي

حال زما د کلي ښکلي

د ها ښکلي، ها سپېڅلي

پوره کال شو تللې نه یم

کور او کلی مې یادېږي

زړه مې ویلې اوبه کیږي

د سپرلي نری شماله

راته وایه راته وایه

د بابا کلا مې بیا ده ګلپوش شوي؟

د بادام او د مڼو په سپينو ګلو

د ويالو په غاړې غاړې

سره او سپین غاټول ګل شوي؟

ها د نیا د کوټې مخ ته

انار ګل دی او کنه دی؟

هغه پورې ارغوان یې غوړېدلی؟

د چهارمغز پاڼې شینې شوي؟

دنداسه چا ترې وهلې؟

د سپرلې نری شماله

د بابا له ګلخانې مې راته وایه

رنګارنګ ګلان یې چا ورته پاللي؟

تندې نه دي سوزولي؟

خیشاوه یې ورته کړې؟

په غزلو په ټپو دي چا ستايلې؟

المارۍ د کتابونو یې ده څنګه؟

ګرد خو نه دی پې پرېوتی؟

چا لولستلي دي کنه دي؟

مازدیګر د چامبیل لاندې

د مرسل ګلونو مخ ته

د حافظ غزلې چا ډیکلمه کړې؟

د سپرلي نری شماله

د بابا د زمزمو غږ به مې نه وي په چمن کې؟

اخی مړ دې رانه مه وای

د بېلتون قیامت د ما لېدلی مه وای

کاشکې ژوند یې مازدیګر هېڅ نه لرلی

چې دا لمر پرېوتی نه وای

زه دې ستړو ماښاموته پاتې مه وای

خدایه مانه دې زما شمس ورک کړی مه وای

خاورې خاورې دې ها ګل ګل سړی نه وای

رب دې روح په جتنو کړي

د سپرلي نری شماله

څه نرۍ څړیکې مې زړه کړي

ژوند به نور راسره څه کړي

مانه پاتې شیرین کلی

نغری به مې اوس ړنګ وي

د تنور غاړه به یخه

چا به پاستي، دستکۍ، پرې پخې نه وي

او حجره به یې خالي له میلمنو وي

د سپرلي نری شماله

د کلا د څنګ باغچې نه راته وایه

ارغوان په کې ډېر شوي؟

د مرسل ګلو څه حال دی؟

زردآلو به وي ګل کړی؟

ها څوکې د لرګي اوس هم هلته ایښې؟

خړه مځکه یې پستو وښو فرش کړې؟

سپین ګلان پرې ورېدلي؟

د سپرلي نری شماله

د کړکۍ خواته پاغچه کې مو څه حال دی؟

د ګلانو، د نوتاکو

ها دوه لویې د توت ونې به اوس شنې وي

چپرک ونې دي سږ کال توت نیولي؟

الوچه خو به بیا نه وي ړنګه شوې؟

د کړکۍ مخ ته وړه مڼه ګل شوې؟

د سپرلي نری شماله

د کلا شا باغ شین شوی؟

تاکو وږي راشنه کړي؟

د خستاکو بوی مې یاد شي

دهقانانو بیا پڼډونه ترې تړلي؟

ها اینځر به وي زما له قد لوړ شوی

ها د باغ کونج کې سنځلې به وي بیا عطر شیندلې

چا یې ښاخ زما د نیا کوټې ته وړی؟

اخ قربان یې، وه په عطرو یې میینه

زړه مې وچ پسې خوږیږي

د ټټر د لونګين بوې مې یادیږي

څومره مینه یې راکوله

بډوګۍ به مې بلله

خدایه کړې یې د جنت بسته بلبله

د سپرلي نری شماله

اوس به کلی شین جنت وي

اوس به کلي کې واده وي

هرې څانګې به وي نوې ګلدوزي جامې اغوستې

له خوښۍ او له مستۍ به

په چکچکو په نڅا وي

تابه هم په پستو شونډو

ورښکل کړې سرې غوټۍ وي

د سپرلي نری شماله

مرغکۍ به وي خوشحاله

څه نری باران به اوري

خوشبويې به خيژي آن له خړ دېواله

د څڼڅڼو به اتڼ وي

بوراګانې بلبلانې به له سرو ګلو تاوېږي

او ګلپاڼې به نڅېږي

د نرګسو په وږمو به

فطرت څه غرق نشه کیږي

ژوند به څه ترو تازه وي

ته وا خلاصه د جنت به دروازه وي

د سپرلي نری شماله

راوړه حال زما د کلي

حال زما د کلي ښکلي

پوره کال شو تللې نه یم

له دې ټولو کیفیونو نه محرومه

میراثي مې ارمانونه

بس مجبوره زندګي ده

بې سروره زندګي ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.