دلته دې بیا هم رېکتوس او اوبلیکوس ته پام وي او یو بل
اینکلیتیکي نومځاینیوي:
د پښتو ژبلار حالتونو کې بل ډول یا اینکلیتیکي نومځاینیوي هم غورهرول لوبوي، چې دلته به یې وڅېړو.
پېژند: اینکلیتیکي نومځای نیوی یا پسې تړلې یا نښتي نومځاینیوي
— مې، مو ، دې ، یې او
همداسې
— را، ور، در دي، چې په دې توګه کارول کیږي:
مې، مو، وې، یې په ولاړ یا کړوني حالت کې
— کتاب مې (مو، دې، یې) واخست
په ولاړ نه اینلیتیکي حالت کې
— تا (تا، هغه ….) کتاب واحست
په پراته یا د خاوندوالي حالت کې
— کتاب مې ( دې، مو، یې) شین رنګ لرې
په خوندوالي نه اینکلیتیکي حالت کې:
د ما ( د تا، د هغه….) کتاب شین رنګ لري.
یادونه: له پورته بېلګو څخه راته جوتیږي، چې ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی.
را، در، ور
په پراته (داتیو) حالت کښې
— را(در، ور) څخه(سره،کره، کې، باندې، پورې، ته)
په نه اینکلیتیکي حالت کې لرو:
— له ما ( له تا، له هغه…. ) څخه (سره، کره)
— په ما(په تا، په هغه…..) کښې.
— پر ما ( پرتا، پرهغه،…) باندې.
— تر ما ( تر تا، ترهغه،…) پورې.
یادونه: دا،، تر،، د موږ ژبپوهان او لیکوالات ډېر ناسم کاروي. دا بلځای کښې ناسم دی.
— وما(وتا، وهغه،…) ته
یادونه: له پورته څخه دا راته روښانه یا جوتیږي، چې له، په، پر، و، تر په ډول جونونه یا کارونه یا څه ور څخه پوهېدنه نه لري او د اړونده حالتونو مورفېمونه دي.
د را، در، ور مې بیا خوب په لغته وواهه:
لرو: له کړنوییونو سره: اخستل، وړل: را (در، ور) یو څه واخسته(ونیوه، پورته کړل،) همداسې را-،در-،وروړل، – د کړنویي له نورو بدلونونو سره – او داسې نور هم.
پام: په پروته کې دا کونویي ،،وړل،، یو لوریزوال کړنویي دی او چېرته چې وړل کیږي یو ټاکلی ځای دلته، دغلته او هلته یا یو ټاکلی چېرته په نخښه کوي.
— که پوښتنه کړو، نو: چېرته وړي؟
که پوښتنه وکړو، چې: چا کتاب راواخسته، نو ځوابې
— ما-،تا-،… هغه کتاب راواخسته
یادونه یا پام: دلته دې په ټول ګرامري اړوندوالي فکر وشي. که نومونه، نومځاینیوي یا لنډ کړوني هم ورسره وي، دا را، در، ور ورسره راځي.
— په دې هم پام وشي، چې دا څه ډول کړنوییونو سره راځي.
— له دې کړنوییونو سره حالت کړونی دی، چې ما، تا …او هماسې مې، دې، یې کتاب را-، در- ، ورواخست، درووړ.
ستونځې: په کومه ژبلاریزه ډله کښې راځي او ولې:
— کتاب مې واخست
— کتاب مې را(در، ور)واخست.
— ما کتاب را(در، ور) واخست.
— ما کتاب وتا(وما، و هغه) ته واخست.
— ما کتاب وتا(وما، و هغه) ته را(در، ور) واخست.
نه پوهېږم، چې په هکله یې څه لیکل شوي او که؟ که وي او راسرهګډمو کړل، نو دېره نېکي به مو وي.
د ما په اند به دا را-، در-، وراخستل به د ورسرهویلېشو یا اینکلیتیکي نومځاینیو سره خپلواک کړنوییونه جوړوي.دا د ژبې سره مرسته اړیینه راتهبرېښي. که پرئ شوې وي، هیله راسره ګډ یې کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.