پېچلی لیک

خوږلن پرهر

536

نشتون هېڅ وجود نه لري
زه په ټول کاینات کې تا وینم، درک کوم دې؛ کله چې ته نه وې شعر وي او ته خپله شعر یې.
یاهم نشتون شعر دی او یا اصل شعر نشتون دی
له هغې ورځې چې تللې یې زما شعرونو کیفیت موندلی؛ زه د طبېعت په هره ښکلا کې تا ګورم، په هر رژېدلي ګل کې ستا مخ وي، په هر نړېدلي دېوال کې ستا د وجود ړنګه وینم، هر پسرلی ستا مستي له ځانسره راوړي، هر خزان وهلی بوټی تاغوندې په ملا مات وي.
هره یخني ستا د غرور غوندې ما کنګل کړي، هره ګرمي ستا د مرورتیا تمثیل کوي
زه په نشتون باور نه لرم؛ ډېر وایي خدای نشته، مګر ما هره ورځ، هر ساعت او هره لحظه لیدلی
هرکله چې لوېدلی یم راپورته کړی یې یم، هرکله چې خپه شوی یم ډاډ یې راکړی
زه غواړم په هغې دلیل پسې وګرزم چې نشتون غلط ثابت کړي، زه په همدې دلیل پسې ورک شوی یم، ډارېږم چې ته زما نشتون کې زما له شتون سره مخه ښه ونکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.