امریکا طالبانو ته ویلي چې د نجونو ښوونځيو نه خلاصېدل به بدې پایلې ولري

492

دعوت میډیا ۲۴( جمعه ۲۶ وری۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې د طالبانو لخوا د نجونو د متوسطه او لیسې دورې د زده کړو ځنډولو په میلیونونو افغانان نا هیلي کړي دي.

ویاند په وینا که چیري د یو هیواد نیمايي نفوس له زده کړو څخه محروم شي، هغه هیواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې پرمختګ نشي کولای.

نوموړي زیاته کړې چې متحده ایالات له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لیري کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

تیره اونۍ د افغانستان یو شمېر دیني علماو او مېرمنو هم په کابل کې د ملي ډایلوګ پرمهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دیني عالمانو د دغه ډیلوګ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.