دوه وسله والو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

463

دعوت میډیا ۲۴( جمعه ۲۶ وری۱۴۰۱): په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په بېلابېلو بریدونو کې اته پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو له قوله چې د ډیورنډ کرښې سره نژدې د «دته خېل« په «دیګان» سیمه کې د پوځ پر موټر برید کې د یو پاکستاني افسر په ګدون اووه عسکر وژل شوي دي.

ویل کیږي چې تر پېښې وروسته سیمې ته د پاکستان نور عسکر رسېدلي او د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ په دیګان سیمه کې پر خپلو عسکرو د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې د شمالي وزیرستان په اشام سیمه کې د وسله والو سره نښته کې د عصمت الله په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه زیات شوي چې د شمېرو په اساس تیره اونۍ ډېره اسماعیل خان، کرک، بنو او شمالي او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې ۲۳ پاکستانی سرتیري وژل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.