د پاکستان پوځي الوتکو د خوست او کنړ ولایتونو په یو شمېر سیمو بمبار کړی دی او درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده

674

دعوت میډیا ۲۴( یکشنبه/۲۸ وری/۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت په خوست او کنړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستاني پوځیانو بریدونه چې له امله یې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي، په کلکه غندلي دي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو شېبې وړاندې په خپل ټویټر لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت په خوست او کنړ کې د کډوالو په وړاندې د پاکستان وحشیانه بریدونه په کلکه غندي. پر پاکستان غږ کوي، چې دې افغانانو له زغمه د په داسې چارو کې کار نه اخلي او دا ډول تېروتنې دې نه تکراروي کنه دا به بدې پایلې ولري. د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې ټولې ستونزې باید له سیاسي لارې هوارې شي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن ماسپښین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د دغه هیواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت همدا ډول د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه وغندل او د بیا تکرار په مخنیوي یې ټینګار وکړ. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره…په افغانستان باندې د هیواد د یرغل دوام د دواړو لورو ترمنځ اړیکې خړې پړې کوي او “ناوړه او تعصبي ناوړه استفادې ته به لاره هواره کړي چې ناوړه پایلې به ولري.

چې په همدې تړاو زرګونو افغانانو په خوست ولایت کې لاریون کړی او د پاکستان ضد شعارونه ورکړي دي.

له دې سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې مو د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی.

راپور: سیما مایار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.