خوست کې یوه کس خپله خُسر، خواښې، اوښی او دوه ښینې وژلي دي

174

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالیو کې یوه کس خپله خُسر، خواښې، اوښی او دوه ښینې وژلي دي.

پېښه پرون سه‌شنبه ۶:۳۰ «مرغومې ۱۹مه» د تڼیو ولسوالي په نریزي سیمه کې رامنځته شوې ده. تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کس ولې د خپلې خُسرګنۍ پنځه غړي وژلي.؟

د خوست د امنیې قومنداني وياند طاهر احرار سلام‌وطندار ته وويل چې دغه ۳۳ کلن کس د تڼيو ولسوالي د نریزي کلي اوسېدونکی دی او د شپې ناوخته د یادې ولسوالي د امنیتي ځواکونو د عملياتو پر مهال نیول شوی دی.

نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د خپلې خُسرګنۍ پنځه غړي یې وژلي دي.

د امنیې قومنداني د مسوولانو په وینا، نیول شوی کس به د نورو اجراتو لپاره عدلي ارګانونو ته وروسپاري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.