د موبایل د استعمال پر وخت د غاړې د کوږوالي منفي اغېز

747

د موبایل د استعمال پر وخت د غاړې د کوږوالي منفي اغېز

د اعصابو جراحي ډاکټران وايي په ځوانانو کي د ملا د تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي، او وجه يې د ځوانانو له لوري د ځيرک موبایل د استعمال پر وخت کښتې خوا ته د غاړي کږوالی په ګوته کړی دي.

د روان زېږدیز کال د مارچ د میاشتې پر شلمه نېټه د امریکا له لاس انجلس ایالت څخه د «سپائن» په نوم چاپېدونکي مجله کې د دغه ایالت اړوند د اعصابو جراحي ډاکټرانو لیکلي وه، نن سبا ځیني داسي ځوانان چې هیڅ ګمان نه کیدی چې د ملا د تیر له لوړي حصي او یا د غاړې دشاتنۍ برخې له درد څخه شکایت وکړي، شکایتونه کوي چې د ملا د تیر پورتنۍ برخه او یا دغاړې شاتنۍ حصه يي درد لري، د اوږو پلې یی ورسره درد منې وي او مستقیم دریدلو کي مشکل حسه وي.

د لاس انجلس په سیدرایس سینائي روغتیايي مرکز کي د اعصابو د ډاکټرانو یوه ټولنه چې مشري يې ددغه روغتیايي مرکز داعصابو د یو ډاکټر «ټوډلایمان» په غاړه وه وايي، په ځوانانو کي د ملا د تیر د پورتنۍ برخې او همدارنګه دغاړې د پلو او شاتنۍ برخې د درد په صورت کې چې مو کله ددوي ایکسرې(X-RAYS) وکړه راته مالومه شوه چې د دغو کسانو د غاړې هډوکی د شا خواته کاږه ښکاري او د غاړې پر لیندۍ باندي یی زور راغلی وي، چې لامل يی د ولاړي په حال کي پر ځیرک موبایل باندي اوږده اوږده پیغامونه لیکل په ګوته کړي.

د اعصابو له ډاکټر سره همکار دهډوکو ډاکټر «جیسون کولار» وايي دا چې ځوانان د موبایل د استعمال پر وخت هغه که په ولاړې، ناستې یا تګ په حال کي وي، موبایل ته لاندي ګوري غاړه او دملا پورتنۍ برخه يې متاثره کیږي او درد پیدا کوي، د هغو ماشومان به څه حال وي چې له وړوکوالي څخه يې موبایل په لاس او ټوله ورځ يې سر د ځمکي خوا ته ځړولی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.