په خوست کې د لاسي صنایعو بازار سوړ شوی

230

په خوست کې د لاسي صنایعو جوړونکي او کاروبارن وايي، د پخوا په پرتله د دغو توکو بازار سوړ شوی چې د دوی اقتصادي ستونزې هم ورسره زیاتې شوې دي.

دغه لاسي صنایع چې د مزري له بوټي جوړېږي، ښځې یې په کورونو کې په لاس سره د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره جوړوي او بیا یې، د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کوي چې د هېواد دننه او بهر کې ګڼ مینوال لري.
د خوست د ډبګي اوسطدونکی غازو خان وايي، د کور ښځینه وو یې له مزرو شکرونه او پونې جوړ کړې چې اوس یې بازار کې خرڅوي، خو په خبره یې، د پخوا په پرتله په لوړه بیه نه پلورل کېږي:
«دا له مرزو جوړوي، ښځینه یې جوړوي؛ دلته چې په څو ورسره جوړ شوو په هغه یې خرڅوو، هلته کلي ته سوداګر راځي هغه یې هم اخلي. جوړول یې سخت دي په درې یا څلورو ورځو کې جوړیږي.»
په خوست ښار کې د لاسي صنایعو کاروباریان وايي، پخوا یې دغه توکي د افغانستان نورو ولایتونو او ترڅنګ یې بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل، خو اوس په کور دننه هم چندان مارکېټ نه لري.
د لاسي صنایعې په مارکېت کې دوه تنه کاروباریان محمد غازي او محبت الله وايي، د ښځو او نارینه وو په لاس هر ‌ډول لاسي صنایعې لري، خو پېر او پلور یې کمزوری شوی چې له کبله یې زیات شمېر هټۍ تړل شوې هم دي:
«دا کاروبار پخوا وخت کې سم و، خو اوس چې دا کاروبار ډېره ګټه نه لري، سوداوې زیاتې نه شي.»
«پخوا دوکانونه زیات وو، خو اوس خلک شکایت کوي چې سوداوې نه شته، ډېرو خلکو دا کاروبار پرېښود ډېر خلک لاړل، وړمه ورځ هم یو لاړو او څو ورځې مخکې دوه درې کسان لاړل. استعمال یې کم شوی دی اوس دومره ډېر نه استعمالیږي.»
د خوست د سوداګرۍ او صنایعو امر مولوي شمس الاحمد د لاسي صنایعو د بازار موندنې ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دغو توکو لپاره یو ځانګړی مارکېټ هم جوړ کړي، څو دغه کاروبار ورسره وده وکړي:
«امارت هم پلان لري چې لاسي صنایعو ته پرمختګ ورکړي او ځانګړي مارکېټونه ورته جوړ کړي. موږ هم د لاسي صنعت د پرمختګ په خاطر له مرکزي ادارې سره بار بار تماس نیولی دی او وزارت هم له لاسي صناعتکارانو څخه د ملاتړ ډاډ راکړی دی.»
د خوست ځاځي میدان، صبریو او یو شمېر نورو غرنیو ولسوالیو خلک له ډېر پخوا د مزري له پاڼو بېلابېل ‌ډوله لاسي صنایع جوړوي، چې په تېرو کې یې استعمال ډېر و، خو په دې وروستیو کې یې پر ځای پلاستیکي او نور بهرني توکي دود شوي او د دغه صنعت کارونه کمه شوې، چې ورسره په دې کاروبار د بوختو کورنیو اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې دي.

راپور: بصیر یاد/کلید راډیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.