ټولنه او بې ژبې حیوانات

بخت

753

 ډېرو ځايونه کې به مو له حيواناتو سره دناوړه چلند پېښې ليدلې وي. دبېلګې په توګه ، په کاڼو ويشتل په بېلابېلو چاودېدونکو توکو سره ځورولو ، په بېلابېلو طريقو سره دهغوۍ وژل.

تېره ورځ لاربنده وه، له موټرڅخه مې يو ماشوم ته پام شو چې له نالۍ څخه يې دسپي وړوکى بچاى را اوچت کړ او په خپل دسمال يې پاک کړ .

ګاندي وايي چې ديو قوم داخلاقو سويه له حيواناتو سره ددوئ له چلنده معلومولاى شو .

دماشوم پدې کار ډېر خوښ شوم .

ډاروين وايي ،چې دژويو انواع يوبل کنټرولوي ،اودغه توازن ساتل دژوند په ګټه دى . په اسلامي کلچر کې له ژويو سره نرم چلند داخلاقي برتري او کرامت ښووندويه ده ، په اسلامي کلچر کې دژويو سره دنرم چلند په اړه بې شميره روايتونه پيدا کولى شو ، دبېلګې په توګه ، په تصوف کې رفاعيه طريقه چې سيداحمد رفاعي ته منسوبه ده ، ويل کيږي چې کله به دنوموړي دجامو په پيڅکه پيشو ويده وه او دلمانځه وخت به شو ،هغه پيڅکه به يې دخپلو جامونه غوڅه کړه او چې دلمانځه نه به بيرته راغى او پيشو به پاڅېدلې وه ، نو بيرته به يې په جامو پورې وګنډله . په نورو ډېرو ټولنو کې حيواناتو ته دتقدس درجه ورکړل شوې ده ، دبېلګې په توګه په هندکې غوا دهندوانو په منځ کې د تقدس درجه لري ،او ورته دمور مقام ورکوي ، کله چې انسانانو کرنې ته مخه کړه ورسره بېلابېل ژويي هم اهلي کړل شول چې پدې ژويو کې يوه هم غوا وه ، دژوندنورامکانات کم و،نو په کرنيزه ټولنه کې دغوا ارزښت زياتو شو ، ځکه هندوانو ورته دمور درجه ورکړله . په تاريخ کې هندوانو او مسلمانانو دغوا په سر ډېرې شخړې کړې چې پکې ډېر انسانان وژل شوي ، هندوانو به دمناسبه نه ګڼله چې غوا دې قرباني شي اوپه برهمنو دې ظلم وشي، برعکس به مسلمانانو فرض کڼله چې په اختر کې دې غوا قرباني شي .په 19 پېړۍ کې کله چې انګريزانو په هنديرغل وکړ نو ورسره يې دغوا قرباني پيل کړه ،  ددې په اساس غوا دخلکو احساسات راوپارول او دهندوانو ديوځاى کيدلو وسيله شو ، غوا دهندوانو لپاره دديني هويت يوه نښه شو او دساتنې لپاره يې په ټول هيواد کې ټولنې رامنځته شوې .

په نورو هيوادنو کې ددې لپاره د ژويو دځورولو په خلاف قواننين جوړيږي ،ترڅو بې رحمي کمه او دانسان په زړه کې درحم توخم وکري .

  په نورو هيوادونو کې دسترو مجرمينو دقضيو له څيړلو وروسته معلومه شوې چې دسترجرمونو پيل يې په ماشومتوب کې دحيواناتو دځورولو څخه کړى ده . که خپلو ماشومانو ته دحيواناتو سره دنرم چنلد زده کړه ورکړو ، نو بيا ترې دانسانانو سره دنرم چلند هيله کولى شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.