کتاب او بدلون

صفیه وردګ

717

د کتاب لوست، د انساني فکر د پراختیا او انساني پرمختگ تر ټولو مهم فکتور دی. هغه ټولنې پۀ برۀ لاړې، چې کتاب یې ولوست، او د ژؤند اړیکه یې لۀ کتاب سره ژؤندۍ وساتله. څوک چې له کتاب سره ژؤند کوي، هغه بۀ تل ژؤندی وي؛ او کله بۀ هم د یوازیتوب احساس ونه کاندي. د کتاب پۀ اړه د نړۍ نوموتو پوهانو لنډې او اوږدې نظریې ورکړې دي. ځینې یې خورا ښکلې او اثر ښندونکې دي.

ماکسیم گورکي وایي:” کتاب لوستلو ته دوام ورکړه؛ خو په یاد ولره چې کتاب یوازې یو کتاب دی؛ او ته باید خپله هم فکر کول زدۀکړې.”

هاروکي ماروکي وایي:” کۀ ته یوازې هغه کتابونه لولې، چې نور یې لولي؛ نو ته به هم هماغه فکر ولرې، چې نور یې لري.”

مارک هېډن وایي:” کتاب لوستل خبرې اترې دي، ټول کتابونه خبرې کوي،؛ خو ښه کتابونه غوږ هم نېسي.”

شوپنهاور وایي:” د کتاب لوستل بۀ هله ښه کار وي، چې د لوستلو لپاره یې وخت هم واخېستل شي.”

نوموتي لیکوال اسدالله غضنفر وایي:” زۀ چې کتاب لولم، گومان کوم کومه گته کوم. خو چې راډیو، ټلویزیون، اورم / گورم، نو د وخت د ضایع کېدو وېره راسره وي.”

بیا هم گورکي وایي:” کتابونه وو، چې زه یې د ناپوهۍ له ژورو کندو څخه را وایستم، کنه همالته له منځه تلم. پۀ هر صورت، د کتابونو له لارې د انسانانو د تجربو لړۍ زرگونو کلونو ته رسېږي، چې انساني ژؤند ته تسلسل ورکوي. دا هغه وسیله ده چې د انسانانو د ذهني روڼتیا لپاره یې ستر کارونه تر سره کړي دي. کتاب د بشر پۀ ژؤند کې وده ورکوونکی عنصر، ارزښتمنه، ښکارنده او تلپاتې میراث دی. نړۍوال وایي:” لۀ هغه چا ډار پکار دی، چې کتابونه نه لولي.” همدارنگه وایي چې تاسې باید له ویلو سره روږدي شئ، او د دې لپاره تر ټولو ښۀ سن ماشومتوب دی. ماشومانو ته مو کتاب لوستل ور زدۀ کړئ، هغوی ته ور زدۀکړئ، چې پر کتاب مئین شي، د کتاب لوستلو لپاره تر ټولو ښه لار دا ده، چې واړه لویان د لوست پر حال وویني، هغوی دا درک، درک کوي چې کتاب ارزښتمند دی. کتاب لوستل دومره اغېزناک ثابت شوي، چې حتا کۀ ماشوم ښوونیز مرکز ته لاړ هم نشي، او د ښوونیز مرکز تر اغېز لاندې ځینې محدود کتابونه وهم نه لولي؛ نو ماشوم بۀ ځیرک، پوه، او رسېدلی راشي. کتابونه د هغوی سره مرسته کاندي، تر څو نړۍ ښه وپېژني، له کتابونو مو موخه تاریخ، رومان، کېسې، داستان، ژؤند لیک، او داسې نور دي. کۀ ضرور وي، ماشومانو ته مو ډالۍ ورکړئ! تر څو کتاب لوستلو ته تشویق شي. غالباً پۀ امریکا کې یوه مېرمن وه، یو ماشوم یې درلود. ماشوم یې له کتاب لوستلو سره هېڅ مینه نه درلوده.مور یې مجبور شوه، پرېکړه یې وکړه، چې د هرې پاڼې په ویلو سره بۀ پنځه سېنټه (پولي واحد) ورکوي. دا پیسې یې د مور لپاره گرانې او ډېرې وې؛ خو بیا هم ښه پانگونه وه. پۀ هر صورت، ما د کتابونو پۀ لوستلو زرگونه ژؤنده شاته او مخ ته تجربه کړي، دا برکت د نړۍ پۀ هېڅ څه کې نشته. کتاب یوه تجربه ده، تجربې مو لۀ نورو سره شریکې کړئ، او د نورو د ژؤندونو پۀ لوستلو د نړۍ گوټ گوټ ته سفر وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.