علامه سید جمال الدین افغان

عبدالواجد نیازی

930

هغه شخص چې غوښتل ټول مسلمانان متحد کړي

علامه سيد جمال الدين افغان په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي له ١٨٣٩ زېږديز کال سره برابردی د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی. دې د اسلامي نوښت بنسټګر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوي و. سېد په ۱۸۸۵ ﺯيږديز کال کې د ملت پال اسلاميزم غورځنگ په جوړولو بريالې شو. د علامه نظريه او مبارزه په(اسلاميت) ولاړه وه او هغه غوښتل چې ټول مسلمانان متحد کړې خو آرمان پوره نشو.

ﺯده کړې

سيد جمال الدين افغان په اووه کلنې کي په خپل کور کي د دوديزو پوهنو په زده کړه پېل وکړ .دې ډېر ﺯيرک او هوښيار و،دفکر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت کي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده کړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ اوفکر څخه گټى اخيستلې. افغان سيد پر اتلس کلنې صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه،اصول، عقايد، کلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم کړل. ده له ډېر ځکاوت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم کوله اوپه هر برخه کي يې د خلګو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډگر ته را ايستى چي دا دده د نبوغ ښهبلگه او د ذهن د پياوړتيا څرگنده نښه گڼل کيږي چي د خپلي بيساري پوهي په برکت يې کور، کلى، هيواد او د نوۍ ډېرهيوادونه ويښ او د ژوند په رښتينې مانا پوه کړل. سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه ﺯده کړه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرگندي وې ځکه نو پلار دی لومړی دکامې د شير ګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانوڅخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې ترڅنگ يې پوّي زده کړه هم وکړه . په لږهموده کي ډېر عالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول. په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني اونورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و گرزېد. کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي، اجتماعي او اقتصاديحالت ډېره ژوره مطالعه وکړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنگه خپل هيواد، اول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ دانگرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې. پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو، سيد جمال الدين د نوموړي پاچاد نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو. د امير محمد اعظم خان د پاچاهى دوره ډېره لنډه وه او بيرته امير شيرعلي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو. امير شيرعلي خان له خپل ورور ( محمد اعظم خان ) سره د نيژدې تعلقاتو، يا دانگرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرې ښودو ته اړ کړ. سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي پروگرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه ووت.لومړی هند ته ولاړ، خو انگرېزيانو د هغه ځايه څخه وويست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ. په ترکيه کي د هغههيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی وټاکل شو. سيد د ترکيې ځخه مصر ته ولاړ اوهلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توگه دنده تر سره کړه. په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايهوتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انگرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ اوهلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ. اخباريې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ.په ١٣١٤ هجري سپوږميز ( ١٨٩٧ ( ميلادي کال د سرطان د ناروغې له امله وفات شو او په ترکيه کي ښخ شو . چي وروسته، بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ( ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړه شو او د کابل
پوهنتون په احاطه کې په شاندارو مراسمو ښخ شو

سيد جمال الدين افغان ليکنې
رساله نیچریه
د “عروةالوثقی” په مهالنى کې ليکنې
د ارنست رنان د خطابې په رد کې ليکنه
د وخت واکمنو، او روڼ آنديو ته ليکونه
د “ضیاءالخافقین” په مهالنې کې ليکنې
تتمة البیان فی تاریخ الافغان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.