بریالی او زمری

رڼا زرمتۍ

867

بریالی او زمری د ښوونځي له لومړي ټولګي نه همصنفیان ول، یو بل ته ډېر ګران ول او ښه ملګرتیا یې کوله، خو د دوی دواړو ژوند عجیبه و، هغه داسې چې د بریالي پلار له درس سره چندانې مینه نه درلوده او تل به یې بریالي ته ویلې چې مکتب به له تا نه څه نه جوړ کړي، ورځه زما دوکان کې کښېنه یا کوم بل کار وکړه، پيسې پيدا کړه، تر څو به ناست یې چې ښوونځی دې خلاص شي بیا به وظیفه واخلې.

 خو د بریالي له زده کړې سره ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه وه او په وچ زور به ښوونځي ته تلو خو هېڅکله به هم د پلار له خوا نه هڅېده هر کله به یې چې پلار ته خپل د ښوونځي کیسه کوله نو پلار به یې ورته ویل، هسې خوشې بې ځایه خبرې دي ژر ژر کار کوه.

 خو زمری چې و هغه له درس سره دومره علاقه نه درلوده، پلار یې بیا  په درس ولاړ سړی وو او هره ورځ به یې له زمري نه د ښوونځي پوښتنې کولې، ده ته یې د کیسو کتابونه راوړل بیا به یې ترې یوه اونی وروسته د هغه کتاب په اړه پوښتنه کوله چې څه دې ترې زده کړ؟

هر وخت به چې زمری خپل پلار سره کښیناسته پلار به یې د زده کړې د ارزښت په اړه ورته ویل، زده کړه ده چې انسان هر مقام ته رسولی شي او یو ښه ټولنیز شخصیت ترینه جوړولی شي.

 بریالي هېڅ درس ته وخت نه درلود پلار به یې چې ولید چې له ښوونځي راغی نو په دکان به یې کښېنوه، تر ماښامه پورې به دکان کې و. کله به چې کور ته راغی له ستوماني به یې پښې نه شوې ټولولی، ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ به یې چې وخوړله ویده به شو، خو زمري هر وخت درس ته وخت درلود.

اخر ورځ د ازموینو را ورسېده او د بریالي به هره ورځ خپل پارته ویل چې پلار جانه، زه درس وایمه ازموینې مې دي کار نه شمه کولای، خو پلار به یې ورته ویل چې ځه لرې کېږه له مخې مې، دوه ورځې کیږي مکتب ته ځې اوس زما په مخ کې درېږې، بیچاره به ‌‌‌‌‌‌ډېر خپه شو، هره ورځ به یې ازموینې خرابې تېرېدې خو د زمري پلار به خپله له زمري سره درس ویلو او د هغه ستونزې به یې حلولې.

همدا خبره وه چې نور د بریالي علاقه له درس سره کمه شوه خو د زمري ټول پام به درس ته و، د ازموینو پایلې هم چې راغلې نو بریالی له خپلې درجې نه ‌‌‌‌‌‌ډېر شاته تللی و او زمری ‌‌‌‌‌‌په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښو نمرو کامیاب شوی و، پلار یې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات خوشاله شو خو د بریالي پلار ته په ټولګي کې د بریالي د درجې ورسته کېدلو هیڅ مانا نه درلوده.

اوس تاسې ووایئ ایا ستاسې د کورنۍ غړي، میندې او پلرونه تاسې سره په سبقونو کې مرسته کوي؟

ایا تاسې هڅوي؟

په ښوونځي کې ستاسې د ښې درجې له اخیستلو خوشحالېږي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.