د کور خبرې

رڼا زرمتۍ

1,222

حامد یو زوی او لور درلوده! مشر زوی یې قیوم نومېده، او لورکۍ یې ښاپېرۍ، د مور او پلار نازولي ول.
حامد په ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه ځای کې وظیفه درلوده؛ نو خامخا ښه معاش یې هم درلوده. حامد او مېرمنئ به یې تل خپل تر منځ خبرې د قیوم او ښاپېرۍ وړاندې کولې ځکه دوی فکر کاوه چې هغوی په خپلو لوبو بوخت دي نو د دوی خبرې نه اوري، خو دوی له دې بې خبره ول چې قیوم د دوی ټولې خبرې اورېدلي وې. قیوم د ښوونځي په لومړي ټولګي کې وو، مور یې سهار وخته دی ټولګي ته تیار کړ او یو څه خواړه یې ورته ورکړل چې په تفریح کې یې وخوري، د له مور سر خدای پاماني وکړ او لاړ د خپل موټر په لوري، قیوم ته یې مور نوي بوټونه اخیستي وو نو د ماشومانو خو ژر پام کیږي هغوی ورته وویل:- واه قیوم! څومره ښکلي بوټونه دې دي، ته څومره ژر ژر نوي بوټونه او کالي اغوندې. نو د سمدستي ورته وویل ،چې ماته مې پلار پیسې راکوي بیا مور مې راته دا شیان اخلي نو هغوی ورته وویل: پلار دې ‌‌‌‌‌‌‌ډېرې پیسې لري؟
قیوم: هو دومره ‌‌‌‌‌‌ډېرې لري، ماته د میاشتې ٥٠٠ افغانۍ هم راکوي هر څه چې وغواړمه راته یې اخلي او اوس خو موږ موټر هم اخیستی. قیوم د هغوی یو سوال ته دومره اوږد ځواب ورکړ؛ هغه خبرې یې هم ورته وکړې چې هغوی یې پوښتنه هم نه وه کړې نو په دې کې د دوی موټروان قیوم ته وویل: ښه قیوم جانه نو پلار دې چې دومره ‌‌‌‌‌‌ډېرې پیسې لري حتمن په کور کې یې نه ساتي.
قیوم: نه کاکا پلار مې خپلې پیسې المارۍ کې د ننه ږدي. او پلار مې ‌‌‌‌‌‌ډالر لري. موټروان بیا وویل نه پوښتنه وکړه، قیوم جانه هغه به ‌‌‌‌‌‌ډالر نه وي ته ‌‌‌‌‌‌ډالر څه پېژنې.
قیوم: نه کاکا زه پوهېږمه هغه ‌‌‌‌‌‌‌ډالر دي کله چې زه له پلار سره دکان ته تللی وم نو هلته مې پلار دکاندار ته وویل چې ‌‌‌‌‌‌ډالر په څو دي ، بیا یې نوټ ورکړ او نورې دېرې پیسې یې ورنه واخیستې.
موټروان: ښه ښه نو داسې. ماشومان بېرته په خپلو لوبو کې بوخت شول او موټروان د پیسو په چرت کې، چې دا خو سم د پیسو خزانه ده د لاس ته راوړلو لپاره ېې باید یوه لاره وسنجومم؛ پس له ‌‌‌‌‌‌ډېر فکر نه یې دا تصمیم ونیوه، چې د برقي په جامو کې به خپل مقصد ته ځان رسوي. یوه ورځ د قیوم دوی دروازه وټکول شوه کله یې چې مور دروازه خلاصه کړه نو ګوري یو سړی د برق له سامانو سره ولاړ دی، نو دې ورته وویل: مهرباني وکړئ. هغه ویل زه له حفظ مراقبت نه راغلی یم غواړمه چې برقونه مو چک کړم. دې ورته وویل مننه؛ خو زموږ ټول برقي سېستم جوړ دی. اخر پس له ‌‌‌‌‌‌ډېرو دلیلو نه دا سړی د دوی کور ته داخلیږي موټروان چې ګوري د قیوم مور هېڅ له کوټې نه وځي نو ورته ووایي: ایا تاسې ماته یو ګیلاس اوبه راوړی شئ؟ موټروان ته چې ټول ځای معلوم وو په همدومره وخت کې یې ټولې پیسې غلا کړې او په خپل بکس کې یې کېښودې بیا یې بېرته په برق ځان مصروف کړ کله چې د قیوم مور راځي نو ورته وایي ما چک کړ ټول سېستم جوړ دی ښه ورځ ولری. بس لاړ شي….
شپې چې کله حامد راشي نو مېرمنه یې ترې د کور خرڅي لپاره پیسې غواړي دی چې کوټې ته لاړ شي د پیسو لپاره، هلته یوه روپۍ هم نه وي حیران پاتې شي ژر خپلې مېرمنې ته غږ وکړي، وه ښځې دلته راشه زما پیسې څه شوې دلته خو هېڅ څه نشته. هغه بېچاره ګۍ هم وارخطا شي چې دا څنګه غل خو هم نه ده راغلی، پیسې څه شوې حامد خپلې مېرمنې ته وایي کور ته څوک راغلي وو، یا ته چېرته تللې وې؟ دا وايي نه، نه زه چېرته نه ومه تللې خو یو برقي راغلی وو چې د برق سېستم چک کړي ویل یې چې حفظ مراقبت را لېږلی.
حامد ژر لاړ شي له خپل ګاون‌‌‌‌‌‌‌ډي نه پوښتنه وکړي، چې ایا ستاسو کور ته هم داسې څوک راغلی وو؟ هغه ورته وایي: نه وروره، ولې خیرت خو به وي؟ ملګریه کور نه مې پیسې غلا شوي، يو سړی د برقي په کالو کې راغلی او ټولې پیسې یې غلا کړي. حامد ژر پولیس ته لاړ شي او هغه ته ټول بیان وکړي هغوی ورته وایي: حتمن کوم شناخته به وي ځکه صرف پیسې یې وړي او بس.
پولیس: تاسې په چا شک لری؟
حامد: نه، امر سایب داسې څوک نشته چې شک پرې وکړم.
پولیس: ښه سمه ده موږ به یې پیدا کړو.
حامد له پولیس نه مننه وکړي او بېرته د کور په خوا روان شي کله چې کور ته ورسیږي نو ګوري چې قیوم اوښاپېرۍ له خپلو همزولو سره کیسې کوي او ټول یو بل ته خپل د پلرونو د وظیفو په هکله خبرې کوي حامد چې کله د قیوم خبرې اوري حیران پاتې شي چې په دا هر څه قیوم څنګه پوی شو! حامد قیوم نه وپوښتي: دا خبرې تاته زما په هکله چا کړي؟ قیوم ورته وایي تاسو خپله. نو حامد هک پک پاتې شي، بیا ورته ووایي: هغه څنګه؟
قیوم: پلاره ته چې هره ورځ له مور سره مې په دې اړه خبرې کوې هلته مې اورېدلي. حامد نو ځان سره وایي چې ما فکر کاوه دی یې نه اوري ده خو ټولې خبرې اورېدلي، نو پوه شي چې حتمن چاته یې کړي د دې لپاره بیا ترې پوښتنه کوي. قیوم زویه دا خبرې دې بل چاته نه دي کړي، په مکتب یا په لاره؟ لږ دې په یاد کړه. قیوم فکر کې لاړ شي بیا وایي هو، په موټر کې مې کړی وو بیا موټروان کاکا ته مې هم وویل، نو حامد سمدستي پولیس ته زنګ ووهي پولیس هم موټروان پسې سهار وخته ځان راورسوي او په مخفیانه توګه تحقیق کوي ګوري چې موټروان په موټر کې له نورو ماشومانو نه هم دهغوی د کور حال په هکله پوښتنه کوي نو دوی ژر موټروان بندي کړي او د حامد پیسې هم بېرته حامد ته ورکړي. پس له دې نه د حامد خپلې غلطۍ ته پام کیږي چې هره خبره باید د ماشومانو وړاندې ونه شي سمه ده چې هغوی په لوبو بوخت وي خو فکر یې هرې خواته یي او قیوم هم پوه کړي چې هره خبره څوک باندې نه کوي.
نو ګرانو ماشومانو د کور خبرې څوک له کوره نه باسي او پردیو ته خو یې بېخي نه کوي ځکه بیا داسې لکه د قیوم دې کورنۍ په جنجال کې پاتې کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.