له تېرو درې مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکول شوي

495

د دولتي ښوونځيو ښوونکي: له تېرو درې مياشتو راهيسې معاشونه نه دي راکول شوي

په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو یو شمېر ښوونکي شکایت کوي چې له دریو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

رڼا چې د کابل ښار د یولسمې ناحیې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي، تر دې دمه يې لا د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

دا وايي خاوند يې تقاعد کړی او دوی اوس د دې له معاشه پرته بل کوم عاید نه لري.

نوموړې وايي:”موږ تر اوسه د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، حکومت باید موږ ته پام وکړي تر څو له ستونزو خلاص شو.”

فرید فروتن چې د کابل ښار په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی هم ورته شکایت لري.

نوموړی وايي:” له اقتصادي ستونزو سره مخ یم، درې میاشتې کېږي چې معاشونه مو نه دي اخیستي، یونېسف ژمنه کړې وه چې زموږ معاشونه به راکوي، حکومت هم همدا موضوع بهانه کړه او تر اوسه يې زموږ معاشونه نه دي راکړي.”

‌د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، کله چې دوی بیا پر افغانستان واکمن شول، د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د ښوونکو د اسد، سنبلې، میزان، عقرب او قوس میاشتې معاشونه د طالبانو د حکومت او د جدي او دلوې معاشونه د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف له خوا ورکول شول.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي، د ښوونکو معاشونه د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د یوې هوکړې له مخکې ورکول شول.

ښاغلي ریان مونږ ته وویل ښايي د یو شمېر ښوونکو معاشونه د یونېسف له خوا تر اوسه نه وي ورکول شوي، خو په خبره یې ورکول کېږي.

نوموړي وويل:”درې اوونۍ مخکې د پوهنې وزارت د سیمه ییز ریاست او یونیسف ترمنځ په یوه جلسه کې پرېکړه وشوه چې یونیسف به هغه ښوونکو ته چې تر اوسه معاشات نه دي ورکول شوي هر څومره ژر چې کېږي معاشات به ورکوي.”

دی وايي، په ځینو مواردو کې مالیې وزارت ته د ښوونکو د استحقاقونو ناوخته رسېدل او ځینې تخنیکي ستونزې لامل شوي چې د دوی میاشتني امتیازات په وخت ونه رسيږي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، چې د دولتي مامورینو د معاشاتو د ورکول بهیر په عادي ډول روان دی.

د دې وزارت د رسنیو د برخې مسول حامد ارغندیوال مونږ سره په خبرو کې تایید کړه چې د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله په ځینو برخو کې معاشونه په خپل وخت نه دي اجرا شوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۴۰ زره ښوونکي کار بوخت دي چې له دې ډلې يې په سلو کې ۳۸ ښځینه ښوونکې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.