سیمه فاروقي: افغان نجونې د نړيوالو سياستونو قرباني مه ګرځوئ

721

دعوت میډیا (سه شنبه/۲۹سنبله/۱۴۰۱):د افغانستان د روباټ جووړوونکي ډلې پخوانۍ مشرې سميې فاروقي پر نړيوالو غږ وکړ چې پر افغان نجونو د زده‌کړو بنديزونو اړوند غلي پاتې نه شي.

سميې فاروقي د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته په وينا کې وويل، “ما او زما افغانې خويندې د نړيوالو سياستونو قرباني مه ګرځوئ”.

نوموړې زياته کړه، افغان نجونې حق لري زده‌کړې وکړي او مه پرېږدئ چې هېواد مو زموږ د هيلو او موخو لپاره ګورستان وګرځي.

د ملګرو ملتونو عمومي ناستې د تېرې ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش، د ښځو پښتنې فعالې ملالۍ يوسفزۍ او يو شمېر نورو فعالينو هم پر افغان نجونو د زده‌کړو بنديزونو اړوند ويناوې وکړې.

دوی په ګډه له طالبانو وغوښتل چې، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.