نظم

احمد سهراب هوتک

622

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

چې ته سل ځله خفه شې ترېنه بیاهم
په یوې مستې خندا دې راپخلا کړي
یا دې غېږه کې راټينګ کړي درته وایی
ته زما یې زه داستا یمه ګلابه!

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

مثال هره شپه مسجې درته وکړي
یانې ته یې آن کیدو ته منتظر شې
دا چې راشي ته بیا داسې ورته وایی
یاره! ډېر مې یادیدې ښه شو چې راغلې

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

چې ته خوب ځينې راپاڅېږې سحر کې
دا دې شونډو باندې ښکُل کړي درته وایی
بې لتا مې په دې ژوند کې بل څوګ نشته
بس یو ته راته د ټولې دنیا ګران یې

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

چې ته ښه ور پسې وژاړې چې نه وي
یانې درد دې لېونی شي په وجود کې
بېلتانه نه په شوګیر باندې عادت شې
تنهایی نه چیغې اوهې اسمان ته

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

چې ته هره شپه هغې ته غزل لیکې
په شعرو کې یې نامه درنه تکرار شي
یایې حُسن دومره زور شي تغزل کې
چې ګډه وډه حافظه درنه سرسام شي

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

چې مقصد د انتها دې صرف هغه وي
چې د خدای (ج) نه یې په هر لمانځه کې غواړې
چې یې نه ګورې نو ژوند درته عذاب شي
یعنې ټوله ورځ هغې پسې خراب شې

د هر چا ژوند کې بايد چي داسي څوک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.