دا اصلآ لنډۍ ده، چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې خو ډېر کسان دا لنډۍ نه؛ بلکې سندره بولي؛ ځکه چې ډېر وخت د سروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په نورو سندرو یا سروکو پورې، چې تړل شوې په دې لنډۍ پورې هم تړل شوې دي، همدغه لنډۍ، چې د سیمې سندرغاړي وایي نو نورې لنډۍ ورپورې تړلې وایي لکه:
ته له تنګي ځینې راتېر شه
تر دې ملالې خوله به زه در تېره شمه
بیا د لنډۍ په پای کې وایي:
پاس د تنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
او کله کله خو د سندرې په پای کې (شیرینه یاره) هم ورسره زیاتوي.
د یادونې وړ ده، چې پورتنۍ لنډۍ اصلآ داسې ده:
ته تر خروړي سپي راتېر شه
له دې ملالې خوله به زه درتېره شمه
خو دا لنډۍ د پکتیا ځدراڼو په سیمه کې په پورتني شکل اوښتې ده.
د دغې سندرې په اړه هم بېلابېل روایتونه موجود دي یو روایت وایي کله، چې په کابل د سقاو حکومت و، ګډوډي وه، د سقاو زوی د حکومت له خوا په ښار کې چورتالان ګډ و او د خاورې تمامیت ته جدي خطرونه متوجه و نو د کلیو ځوانان به د جګړو جبهو ته په تېره کابل ته راتلل او دا ځونان به په وار سره ډلې ډلې کابل ته د جګړې په موخه را روان و، د کلیو پیغلو به په دوی پسې ژړل، چې بیا هغه وخت دغه سندره وویل شوه:
پاس د تنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
خو هغه وخت، چې ما په ازادي راډیو کې کار کاوو او په دې سندره مې څېړنه کوله د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالي د عربانو له کوڅې څخه دراډیو یوه اورېدونکي ښاغلي محمد آصف منګل په یوه لیک کې، چې اوس هم له ماسره خوندي دی د خپل پلار له خولې داسې لیکلي و:
((د دغې سندرې شانزول، چې ما له خپل پلار ښاغلي معاذالله خان کفتان څخه اوریدلی دی، هغه هم د دغو اوړکو یا هلکانو له جملې څخه و او کابل ته بیول شوي و، هغه مرحوم ماته دغسې ویلي و:
د امیر حبیب الله خان په زمانه کې د پکتیا قومونو او قبایلو لکه احمدزيو، سلیمانخیلو، ځدراڼو، ځاځيو، منګلو ،څکمنيو، مقبلو او خوستیانو د حکومت د مامورینو د ناوړه چلند پر ضد بغاوت کړی و، د دولت عسکري او نور دولتي تآسیسات یې وران کړل او د دولت په مقابل کې یې جنګونه پیل کړل، حکومت د دغو جنګونو دغلي کولو لپاره جنرال محمد نادر خان (اعلیحضرت محمد نادرشاه)ته دنده وسپارله، چې یاغیان ارامه کړي.
جنرال محمد نادر خان یو پیاوړی لښکر جوړ کړ ، پکتیا ته ولاړ او شورشیانو ته یې ماته ورکړه، له بلې خوا جنرال محمد نادر خان د پکتیا قومونو ته د سولې وړاندیزونه وکړل.
د جنرال په وړاندیزونو کې یو مهم وړاندیز دا و، چې د پکتیا خانان او ملکان دې هر یو خپل یو زوی د یرغمل په ډول حکومت ته ورکړي، چې حکومت دغه ځوانان کابل ته بوزي او هلته یې په ښونځیو کې شامل کړي، چې له دې وروسته د پکتیا قومونه دولت ته یاغي باغي نه سي.
د پکتیا قومونو د جنرال محمد نادر خان دغه وړاندیز په پوره مینه ومانه او هر یوه خان او ملک خپل یو، یو زوی د یرغمل په ډول جنرال ته ورکړل.
جنرال محمد نادر خان دغه ځوانان له ځان سره یو ځای کابل ته راوستل او د ملک زاداو په مکتب کې یې شامل کړل، دې هلکانو ته هر څه د حکومت له خوا وړیا ورکول کېدل.
د دغو هلکانو نومونه ښاغلی محمد آصف منګل د خپل پلار له خولې په لاندې ډول ښودلي دي:
محمدګل خان توتاخیل فرقه مشر، عبدالله خان فرقه مشر، حسن ګل خان کرنیل توتاخیل، ګلاب شاه حکمران احمدزی، عبدالله خان کرنیل د لوی خان ببرک خان ځدراڼ زوی، خان محمد خان برګټ منګل، آدم خان کرنیل منګل، محمد عمر خان کرنیل منګل، محمدشریف خان منګل قومي مشر، آدم خان منګل کپتان، چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان له خوا ووژل شو او معاذالله خان کپتان منګل.
د پکتیا ځوانان پوره یو کال په کابل کې پاتې شول او له یو کال تېرولو وروسته د مکتب اوړکو(هلکانو) ته دوه میاشتې رخصتي ورکړل شوه، چې خپلو کورونو ته ولاړشي دغه هلکان د دوو میاشتو رخصتیو له تېرولو وروسته بیرته کابل ته ولاړل.
په دغه دویم ځل د دوی یوځایي راتګ په وخت دغه مشهوره سندره په دوی پسې وویل شوه.
پاس د تنګي مستې ځدراڼې
جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه
دغه سندره په ۱۳۲۹ کال کې ویل شوې ده، چې نن دغه سندره د پخوانیو سندرو په ډله کې ګڼل کیږي، دغه سندره د ارواښاد عبداللطیف جلالي په هدایت، چې هغه وخت دافغانستان راډیو د خپرونو ریس و، ارمونیزه شوې او د مېرمن رخشانې (حمیده اصیل) په خواږه آواز کې او وروسته د نورو هنرمندانو په آواز کې ثبت شوې ده.
Comments are closed.