د وړتیا پر بنسټ انټرویو

عبدالوافي نایبزی

495

د وړتیا پر بنسټ انټرویو یا Competency Based Interview په اړه 

دا لیکنه د هغه چا له‌پاره ده، چې د کاري تجربې تر څنگ غواړي نړیوالو ادارو یا International Organizations کې دنده واخلي، د دې لیکنې هدف دا دی، چې څرنگه او څنگه کولای شئ، چې د کاري مرکې یا انټرویو څخه بریالي راوځئ.

موږ ټول پوهېږو، چې نړیوالو ادارو کې که په یو کوچني بست هم گمارل کېږو، نو په اکثرو بستونو يې انگلیسي ژبه لومړی شرط وي، څومره چې ستاسې انگلیسي ښه وي، او تر څنگ يې په واضیح ډول سره وکولای شئ، چې خپل مفهوم انتقال کړئ، ستاسې د بریا چانس ډېرېږي. په‌دې لیکنه کې د وړتیا پر بنسټ کاري مرکه چې Competency Based interview یا Scenario Based Interview او یا هم Situational Interview هم ورته وايي.

عموماً خپلې خبرې باید څنگه ترتیب کړئ؟

 د منابع بشري برخې کارپوهان دې چارې ته د STAR Model نوم ورکوي، د سټارټ کلیمې هر توری خپل مفهوم لري، دلته يې روښانه کوو:

۱ – حالت یا Situation: عموماً په‌دې برخه کې خو یا له تاسې داسې یو حالت غوښتل کېږي، چې تاسې په تېره دنده کې له کومې ستونزې سره مخ شوي‌وئ، هغه درڅخه پوښتل کېږي، یا تاسې ځواب په‌دې طریقه سره پیلوئ، چې د تېرې دندې (تجربې) اړوند یو حالت یا سناریو وړاندې کوئ او وروستي مثالونه هم ورسره ورکوئ.

۲ – د حالت اړوند ستاسې دنده یا Task: ښه، کله چې داسې یو حالت یا ستونزې سره مخ شوئ، په‌دې حالت کې ستاسې رول او دنده څه وه، دا ښايي د انټرویو اخیستونکي له لوري له تاسې څخه وپوښتل شي، خو که هغوی ونه‌پوښت او تاسې پرې وار لومړی کړ، نو لا ښه ده. د مخ‌شوې ستونزې په حل کې خپل نقش یا رول واضیح کوئ.

۳ – حالت او خپل رول ته په کتو اقدام کول یا Action: کله مو چې ستونزه واضیح کړئ، او تر څنگ مو خپل رول یا په‌کې خپله دنده وویله، نو اوس وار د اقدام یا عمل کولو دی، تاسې د ستونزې د حل په موخه کوم اقدام وکړ؟ او د دې اقدام یا عمل په پلي کولو کې له کومو ستونزو سره مخ شوئ!؟

۴ – پایله يا Results: عموما د وړتیا پر بنسټ کاري مرکو کې ستاسې د تېرې تجربې او کار پایلې مهمې وي، چې د ادارې په گټه وې کنه، یا هغه تمه چې له تاسې کېدله هغه تاسو لاس‌ته راوړې کنه، نو کله چې ستونزه معلومه شوه، ستاسې رول په‌کې مشخص وو او تاسې د ستونزې د حل په موخه څرنگ اقدام وکړ، نو څه پایلې يې لرلې؟!

پورتني موډل ته که ځیر شئ، نو تاسې ته به مالومه شي، چې د کاري مرکې هغه عمومي ماحول د پورته ۴ مرحلو په شکل مخ‌ته وړل کېدای شي، اوس راځو ځینو مشخصو حالتونو ته، د نړیوالو ادارو په کاري مرکه کې کوم ټکیو یا تاسې باید خپلو کومو وړتیاو یا Competencies باندې زیات تمرکز وکړئ:

۱ – په پایلو متمرکز اوسېدل: عموما په‌دا ډول کاري مرکو کې مرکه‌کوونکي ستاسې د تېرو تجربو په پایلو فوکس کوي، د کار پر وړاندې ستاسې هڅه گوري او هغه ستونزې چې تاسې ورسره مخ شوي‌وئ پر هغو متمرکز کېږي، د بېلگې په ډول شاید درڅخه وپوښتي:

 هغه لاسته‌راوړنه مو راته ووایاست، چې تاسې پرې ډېر ویاړئ؟ یا

په تېر کاري ژوند کې مو داسې یوه ناشونې بېلگه ووایاست، چې تاسې د ځان او ټیم له‌پاره شوني کړي‌وي؟

۲ – ستاسې د مفاهمې یا Communication مهارت لیدل کېږي: عموماً په‌دا ډول کاري مرکو کې ستاسې د مفاهمې مهارت چک کېږي، چې په تېر کاري ژوند کې مو له خپلې اغیزمنې مفاهمې له‌کبله کوم کارمند یا د ټیم غړی اغېزمند کړی‌دی، چې ټاکل‌شوی کار ترسره کړي، تاسې ښايي وپوښتل شئ:

ایا داسې بېلگه وړاندې کولای شئ، چې تاسې مو کارمند/همکار د خپل فکر سره سم تشویق کړی‌وي چې ټاکل شوی کار ترسره کړي؟

ایا داسې یو کار یا Activity ښودلی شئ، چې په مفاهمه کې مو يې ستونزه درلوده؟

۳ – ستا د پلان او ترتیب مهارت لیدل کېږي: مرکه‌کوونکي ښايي ستاسې د پلانېنگ او بیا د هغه پلان ترتیب Organizing مهارت په‌لاندې پوښتنو سره معلوم کړي:

ایا کله مو د یو لوی کار یا اکټېوېټي له‌پاره پلان‌نېونه کړې‌ده؟

فکر وکړئ، وخت کم دی، په پلان کې په لومړیتوبونو ټاکلو جنجال هم شته دی، تاسې په‌داسې یو حالت کې څه کوئ؟

دا پورته درې وړتیاوې یا Competencies  د بېلگې په ډول وې، له تاسې څخه ښايي د کاري‌ټيم، تصمیم‌نېونې او نورو وړتیاوو پر اساس هم ځینې پوښتنې وشي، خو په هر حالت کې هڅه کوئ، چې اول حالت یا ستونزه تشریح کړئ، بیا خپل رول، بیا تاسې کړی اقدام او ورپسې پایله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.