اماني دوره او د افغانستان اقتصاد، درسونه او وړاندیزونه

عبدالوافي نایبزی

646

اماني دوره او د افغانستان اقتصاد، درسونه او وړاندیزونه! 

د شاه غازي امان‌الله خان لنډه پېژندنه:

غازي امان الله د امير حبيب الله خان دويم زوی دی. نوموړی په ۱۸۹۱ز کال دې نړۍ ته سترگې پرانيستې. د نوموړي په روزنه کې د هغه مور لوی لاس درلود. مور يې د شاغاسي خوشدل خان لور او د بارکزيو په لوی ټبر پورې تړلې وه. کله چې امان الله خان خپل ښي او کيڼ لاس وپېژاند پر دې وپوهېد، چې پلار يې پر افغانستان باندې د انگرېزانو په گټه حکمراني کوي. امان الله خان په همداسې يوه روحيه ښوونځي ته ولېږل شو او ددې تر څنگ يې د وخت له مشهورو او پېژندل شويو ښوونکيو او استادانو نه زده کړې تر لاسه کړې او ملي بدبختيو ته په ځيرنه د وطن د پرمختگ او سوکالۍ هيلې ورسره پيدا شوې. امير حبيب الله خان د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د لغمان په «کله‌گوش» کې ووژل شو

د «افغانستان در مسیر تاریخ» په حواله د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمينې لښکر د مرادخانې ميدان کې راغونډ شوي وو. امير امان الله خان په داسې حال کې د خلکو گڼې گوڼې ته ننوت، چې توره يې پر ډډې راځړېدله. همدلته يې مشهوره او تاريخي وينا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې دننه د فردي آزادۍ اعلان وکړ. شاه امان الله خان د خپلې اوږدې وينا په پای کې برتانوي نماينده «حافظ سيف الله» ته مخ واړوه او په نرمه يې ورته وويل: اوو سفيره! ته پوه شوې چې ما څه وويل؟ هغه ځواب ورکړ: هو، پوه شوم!

کله چې د افغانستان د پرمختگ خبرې کېږي، نو د امان‌الله خان نوم به ورسره جوخت یادېږي، د شاه د دورې لاسته‌راوړنې له حد ډېرې دی، خو د لیکنې سرلیک ته په پام سره غواړم، چې د شاه د دورې یوازې په اقتصادي اړخ «مالیات، صنعت، سوداگرۍ او انرژۍ» باندې دې لیکنې کې تم شم.

**********

شاه امان‌الله او د «مالیاتو» برخه: 

مالي موضوعات د یو اقتصاد د ملا تير حیثیت لري، شاه غازي یوه مثبته کړنه دا وه، چې کله به يې بنسټیز اصلاحات پيلول، نو پیل به یې له قانون کولو، یانې که په یاده برخه کې به قانون شتون نه‌درلود، نو لومړی به یې قانون تصویبولو بیا به یې د نافذه قوانینو په رڼا کې جدي کار کولو. د مالیاتو په برخه کې هم شاه د لومړي ځل له‌پاره کاغذي پيسې چاپ کړې، چې په‌دې سره د مالیاتو په برخه کې خورا ستر بدلون رامنځ‌ته شو، جنسي مالیات له منځه یوړل شو، یانې له‌دې وړاندې مالیات د جنس په بڼه گډوډ راټولېدل، شاه دا کار وکړ، چې جنسي مالیات ختم او د مالیاتو راټولول يې منظم کړل، چې په‌دې سره د حکومت مالیات له ۸۰ مېلیونو څخه ۱۸۰ مېلیونو ته لوړ شول. د مالیاتو په برخه کې قوانین جوړ شول، د مالیاتو په برخه کې مسلکي کدرونو روزلو له‌پاره ځانگړی ښوونځی جوړ شو او تر څنگ يې د مالیاتو ټولولو له‌پاره مرجع مشخصي شوې، لکه د څارویو څخه، د ځمکو څخه، د صکوکو څخه، د گمرکاتو څخه او نورو مرجعو څخه. د دې تر څنگ يې، د لومړي ځل له‌پاره له داخلي عوایدو څخه بودجه ترتیب کړه.

*********

شاه امان‌الله او هغه مهال سوداگري او صنعت:

په کُلي ډول که د شاه د دورې سوداگرۍ، صنعت او انرژي برخې ته ځغلنده نظر وکړو، نو د افغانستان له‌پاره يې زرین کارونه ترسره کړي‌دي. خو بدبختي دا وه، چې څنگه شاه اقتدار ته ورسېد، نو ورسره سم په دنیا کې نړیواله جگړه پېښه شوه، چې د دې جگړې اغېزې پر افغانستان هم پرېوتې. خو شاه بیا هم تر خپله وسه هڅه وکړه، چې د صنعت، سوداگرۍ او برښنا په برخه کې خپل ټول وخت ولگوي، د بېلگې په ډول په اماني دوره کې د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۲۲ز کې د صنایعو د تشویق قانون وضع شو، د لومړي ځل له‌پاره ۳۹۱ ډوله کانونه کشف شو، د برښنا د څو شبکو په جوړېدا او پراخولو سره د سېمټو، بورې، گوگردو، کاغذ، ښېښې، باروتو، څرم، د موټر د ترميم، صابون، عطرو، نجارۍ، د پُنبې د غوړو وېستلو، قند جوړولو، نساجي او تڼۍ جوړولو فابریکې جوړې شوې.

د دې تر څنگ د کابل، مزار، شوروي، ایران او ترکیې تر منځ هوايي ټرانزيټ اېجاد شو، چې ورسره سم اروپايي بازارونو ته د افغانستان تولیدات هم ورسېدل.

شاه غازي امان‌الله خان لومړنی واکمن وو، چې د کورني تولیداتو د تشویق او هڅونې په موخه یې په کابل کې د افغاني صنایعو نندارتون پر لار واچوو.

همدارنگه د کونړ د اسمار او د نورستان او پکتیا ځنگلونو ته يې هم یو کمېټه جوړه کړه، تر څو د ځنگلونو د تنظیم په برخه کې فعال اوسي، او له یادو ځنگلونو څخه د سیمې او هېواد په گټه استفاده وشي.

شاه چې کله اقتدار ته ورسېد، نو د بزگرانو له حاصلاتو ته به دولتي مامورینو ته د جنس په شکل معاش ورکول کېده، لومړی يې دا لغوه اعلان کړ، تر څنگ يې په کلیو کې هغه سیسټم هم له‌منځه یوړ، چې له بزگرانو به قومي مشرانو د حاصلاتو پر مهال قلنگ اخیسته، شاه امر وکړ، چې جنسي مالیه په نغدي مالیه تبدیله ده او هېڅ‌څوک له حکومت پرته حق نه‌لري، چې له چا قلنگ واخلي.

**********

د شاه له اقتصادي پلانونو درسونه او وړاندیزونه:

څرگنده خبره ده، چې د شاه یا اماني دورې اقتصادي پلانونو باندې که تم شو، نو کتابونه پرې لیکل کېدای شی، یوه خبره چې خورا د پام وړ ده، نو که دقیق متوجه شي، افغانستان لا د اقتصادي پلوه د شاه د وخت افغانستان په‌څېر له کمزوری اقتصاد سره مخ دی، او په تېرو ۱۰۳ کالونو کې د جګړو له‌کبله د شاه یو پلان او دید هم سل سلنه پلی نه‌شو، نو:

لومړی، که د شاه غازي امان‌الله خان د وخت ټول پلان باید د هېواد د مسلکي کادرونو له لوري وسپړل شي، بحث شي او کومې پایلې چې ترې راوځي، باید د هېواد په گټه وکارول شي.

دوییم، د شاه ستر ارمان دا وو، چې افغانستان باید په سیمه او نړۍ کې له نورو هېوادونو سره سیال اوسي، تاسې که شاوخوا نظر واچوئ، نو د ایران پر پیسو د خمینی انځور، د هند په پیسو د گاندي او د پاکستان پر پیسو د جناح انځور شته، ولې پر افغاني بانک‌نوټونو زموږ د غازي انځور نه‌شته؟ ایا وخت يې نه‌دی، چې چارواکي متوجه او دې کار ته جدي هڅې وکړي! ځکه د کاغذي افغانیو د لومړي ځل چاپ افتخار هم غازي لري.

درېیم، شاه د ملک‌الطوایفۍ یا د قدرت د جذیرو سرسخته مخالف وو، او د قلنګ اخیستل يې هماغه وخت پای ته ورسول، نو په افغانستان کې هر نظام ته بویه چې د شاه پر قدم لاړ شي او یو پیاوړی د خلکو په خوښه مرکزي نظام ولري.

**********

د یو ارماني واکمن مساپري او مړینه: 

شاه غازي امان‌الله خان ۱۹۲۹ز کال له پاچاهۍ گوښه او خپل ورور عنايت‌الله خان ځاي‌ناستی وټاکه، خو دا داسې وخت وو، چې حبيب الله کلکاني ارگ محاصره کړی‌وو، نوموړي د خپل ژوند وروستي کالونه په ايټاليا هېواد کې له خپلو ۶ اولادونو او مېرمنې سره په خورا بې‌وسۍ کې تېر کړل. په ۱۹۶۰ز کال کې دې ستر غازي ته د ځيگر ناروغي پيدا شوه. د درملنې په موخه سويزرلينډ ته ولېږل شو، بالاخره د ۱۹۶۰ز کال د اپرېل په ۲۵مه نېټه يې له‌دې فاني نړۍ څخه رحلت وکړ.

اروا يې ښاده او لار يې تل‌پاتې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.