له مکسیکو امریکا ته د نشه يي‌ توکو قاچاق لپاره تونل کېندل شوی.

469

له مکسیکو امریکا ته د نشه يي‌ توکو قاچاق لپاره تونل کېندل شوی.

امریکا کې امنیتي ادارو تر ځمکې لاندې داسې تونل موندلی چې د نشه یې توکو مافیا له مکسیکو دغه هېواد ته قاچاق لپاره کېندلی و.

دغه اوږد تونل د مکسیکو له تیجوانا د امریکا سن ډیګو کې یوه ګودام ته کښل شوی دی.

د دغه تونل اوږدوالی ۵۳۱ مترو ته رسېږي،‌ پټلۍ او د برېښنا مزي پکې غځول شوي او ساه اخیستلو لپاره د هوا د بدلون پر سیستم سمبال دی.

امریکايي‌ چارواکي‌ د قاچاقي کوکاینو د ګودام په توګه یو کارېدونکی ملکیت پلاټه چې دا تونل یې وموند.

دوی ته هلته یو اندازه کوکائین، هیروئین او مېتامفېتامین په لاس ورغلي او شپږ کسان یې هم د نشه يي‌ توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د کالفورنیا سویلي حوزې لپاره د څارنوالۍ دفتر وايي‌ دا تونل د ځمکې له سطحې ۱۸ متره ژور کېندل شوی او یو متر سور لري

څارنوالانو ویلي چې امنیتي‌ کسانو د دغه تونل تر موندل کېدو وړاندې لیدلي وو چې تیجوانا کې یوه ملکیت ته موټرونه ځي راځي‌ او بیا همدا کار د مې پر ۱۳ مه سن ډیګو کې دغه ګودام ته هم وشو.‌

امنیتي‌ ځواکونو دغه موټر درولي او د پلټنې پر مهال یې پکې نشه يي‌ توکي موندلي‌ وو.

دوی چې کله دا ګودام وپلاټه نو د پولې له بلې غاړې د راکښل شوي تونل خوله یې ومونده.‌

څاروالانو ویلي دغلته ۷۹۹ کیلوګرامه کوکائین، ۷۴ کیلو ګرامه مېتافېتامین او یو نیم کیلو هېروئین په لاس ورغلي.

که د دغو نشه توکو د قاچاق په تور نیول شوي کسانو ګرم وګڼل شي‌ نو په عمري بند او یو میلیون ډالرو جریمه محکومېدای شي.

نیول شوي کسان‌ د ۳۱ او ۵۵ کلونو ترمنځ عمر لري.‌

چارواکو ویلي دا تونل یې نړولی او هڅه یې دا ده چې امریکا ته د نشه يي توکو د قاچاق هره ورغلې لار وتړي.

له ۱۹۹۳ کال راهیسې دا ډول ۹۰ پټې لارې چې متحدو ایالتونو ته د نشه يي‌ توکو قاچاق لپاره کارېدلې، موندل شوې.‌

وروستی‌ ځل امریکا ته د نشه يي‌ توکو قاچاق لپاره کارېدونکی تونل په ۲۰۲۰ کال کالیفورنیا کې موندل شوی و.‌

هغه تونل ۱۳۱۳ متره اوږد و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.