‎د ذهني فشار کمولو ځانګړې او اسانه لارې

964

‎د ذهني فشار کمولو نهه ځانګړې او اسانه لارې

‎د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني فشار یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، چې د نړۍ هر درېیم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

‎د ذهني فشار، نفس تنګېدل او یا خپګان له منځه وړلو لپاره د څو ځانګړو او اسانه لارو څخه ګټه پورته کړئ، چې په لاندې ډول دي:

‎خواږه خوړل

‎د ذهني فشار څخه د خلاصون لپاره خواږه خوړل ګټور ثابتیږي او ستاسې په مزاج کې حیرانونکی بدلون راولي، د خپګان، نفس تنګۍ او یا ذهني فشار پر وخت د خپلې خوښې ایس کریم به مو مزاج مثبت بدل کړي.

‎په زینو ختل

‎زینو کې ختل مو ساه اخیستل چټکوي چې ورسره بدن ډیره اندازه آکسیجن جذبوي، او د زیاتې اندازې آکسیجن جذبولو سره بدني غړي په حرکت راځي، په پایله کې هغه هارومونونه چې د بدن لپاره مضر وي کم رامنځته کیږي.

‎خونه پاکول

‎کله نا کله زمونږ ګډه وډه او چټله خونه مو ذهن له فشار سره مخ کوي، په داسې وخت کې د خپلې خونې پاکوالی وکړئ، او هر شی پخپل ځای کې کیږدئ، تر ډیرې اندازې به مو ذهني فشار  او نفس تنګي له منځه ولاړه شي.

‎ویښتان ږمنځول

‎د سر مالش او یا ویښتان ږمنځ کول په سر کې د وینې جریان چټکوي، کله چې د وینې جریان چټک شي ذهني فشار کمیږي، د بوختې ورځې تېرولو وروسته مو له ۱۰ نه تر ۱۵ دقیقو پورې خپل ویښتان ږمنځ کړئ، دغه کار مو حتما دماغو ته ارام ورکوي

 �

‎د سر مساج کول

‎د ذهني فشار پر وخت مو د مخ، وریځو، د غوږونو او تندي ترمنځ پورته ځای او د سترګو نرم مساج وکړئ، په دې سره مو هم ذهني فشار کمیږي.

‎انځورګري او نقاشي کول

‎پوهان وایي چې رنګونه او انځورګري کول دماغو سره د خوش مزاجۍ اړیکې لري، که چیرې تاسې د ذهني فشار سره مخ یاست نو انځورګري وکړئ، په دې سره به مو پر مزاج خوشحالي راشي.

‎غسل کول

‎موسم ته په کتلو په ګرمو یا یخو اوبو غسل کول مو هم ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي، او ستاسې اعصاب اراموي.

‎ښه عطر بویول

‎د ذهني فشار څخه خلاصون لپاره ښه ګلاب، د شنو ونو او بوټو خوږ بوی، د باران بوی او یا نور ښه عطر بوی کول مو پر اعصابو خوش مزاجي راولي.

‎ښه یادونه تکرارول

‎د ذهني فشار له منځه وړلو لپاره خپل ملګري سره پخواني ښه یادونه تکرارول او پر هغې خندا کول ګټور ثابتیږي، ځکه چې لږه خندا مو زړه ژوندی کوي او له ذهني فشار او نفس تنګۍ مو خلاصوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.