د طالبانو د فرمان په اساس دې ښځینه ویاندویانې خپل مخ پټ کړي

668

طلوع نیوز د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې طالبانو په یوه نوي امر کې د «موبي ګروپ» له ټولو شبکو څخه غوښتي دي چې ښځینه ویندویانې یا هغه خبریالانې چې د تلویزون پر پرده راڅرګنديږي، باید خپل مخونه پټ کړي.

په دغه ټویټ کې راغلي دي: «موبي ګروپ ته د امر بالمعروف و نهي عن المنکر او طلاعاتو او کلتور وزارتونو استازو» د دغو معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال دغه وروستی حکم بللی چې بحث پرې نه شي کیدای.

زیاته شوې ده چې دوی ته د رسیدلو معلوماتو له مخې، دغه امر په افغانستان کې د نورو ټولو فعالو رسنیو له پاره اعلان شوی دی.

د طالبانو د دې نوي اعلان وروسته په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان د تلویزونو د یو شمیر ښځینه خبریالانو عکسونه لاس پر لاس کیږي چې ماسکونه یې اغوستي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.