طالبانو په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو په راټولېدنې غبرګون وښود

412

طالبانو په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو په راټولېدنې غبرګون وښود.

د طالبانو حکومت په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د راټولېدنې په تړاو غبرګون ښودلی دی.

وروسته له هغې چې یو شمېر افغان سیاسیونو پرون په ترکیه غونده وکړه او “د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا” په نوم شورا اعلان کړه، د طالبانو حکومت وایي، هر هغه جریان چې د افغانستان د امنیت د اوسني نظام د اخلال لپاره له هېواد بهر جوړېږي، دوی يې پر وړاندې درېږي او هڅې به یې پایلې ورنه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د مې میاشتې ۱۹ نېټه مونږ سره خبرو کې په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو د څرګندونو په اړه وویل چې دا کسان یو ځل ازمایل شوي او نور باید ناکامې تجربې او هڅې تکرار نه کړي.

هغه وویل: “که چېرې دا ډول ناستې بیا هم د فتنې او افغانانو ته د ستونزو ولاړولو لپاره وي، د دې لپاره چې دوی دلته بیا فساد، غصب او چپاول ته زمینه برابره کړي،داسې باید ونه شي، نور د هغو وخت تېر شوی،افغانان بیا داسې خلکو ته چې یو ځل امتحان ورکړی او په هره برخه کې ناکام شوي او بیا د افغانانو په برخلیک لوبې وکړي بیا د دې فرصت ورنه کړي.”

مجاهد وایي، که دا سیاستوال په هېواد کې د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي، بېرته دې هېواد ته ستانه او له دوی سره په ګډه په هېواد کې د ثبات لپاره کار وکړي.

خو مشخص یې د دوی د مذاکرې د غوښتنې په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې چې د سه شنبې په شپه یو شمېر افغان پخوانیو چارواکي او سیاستوال د ترکیې په انقره کې سره راټول او “د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا” اعلان کړه.

دغو سیاستوالو له دې ناستې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت “ظالمانه او غاصبانه” بللی او له دوی یې غوښتي چې ورسره مذاکراتو ته چمتو شي.

د دې شورا په خبرپاڼه کې له ګاونډیو، سیمې او نړیوالو هېوادونو پر طالبانو د فشار او د دوی کړنو ته د پام اړولو غوښتنه کړې او زیاته کړې ، چې د طالبانو د حکومت دوام به په افغانستان کې بشري وضعیت لا بدېدو، د نشه یې موادو تولید ډېر او د کډوالۍ کچه هم پراخه کړي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

خو د سیاسي چارو پوه پخواني ډیپلومات او په لندن کې حقوقي سلاکار عزیز الدین معارج مونږ ته وویل: “دوی نور په ټولنه کې اعتبار نه لري ځکه په خپل وخت کې یې ولس پرته له خیانت، جنګ او حق خوړولو نور هېڅ نه دي کړي ان په خپلو سیمو کې یې ولس ته یوه دوه کوټې کلینیک هم نه دی جوړ کړی، نو دا ډول راټولېدنې د دوی خپلې شخصې ګټې مقام او څوکیو ته د رسېدو هڅې دي، هو په یو صورت کې به نتیجه ورکړي هغه دا چې که پردي او نړیوال د دوی او طالبانو منځ کې واقع شي او پر طالبانو فشار راوړي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.