امریکا دې روسیه د ترهګرو ملاتړي هېواد په توګه وپېژني

429

امریکايي قانون جوړوونکي: امریکا دې روسیه د ترهګرو ملاتړي هېواد په توګه وپېژني

د امریکا د د موکرات او جمهوریت غوښتونکو قانون جوړونکو د بایډن په ادارې فشارونه زیات کړي‌ چې روسیه د ترهګرو د ملاتړي او تمویل کوونکي هېواد په توګه وپېژني. د استازو خونې په یو پرېکړه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه همدا غوښتنه کړې او د ګانګرس غړي هلې ځلې کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید له کبله تنبیه کړي. د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامل کړي‌ چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي له امریکایي قانون جوړوونکو سره په ملاقات کې هم وغوښتل چې روسیه باید رسمآ د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د امریکایي مقاماتو دا هڅه احماقانه اقدامات بللې‌ او ویلي‌ دي چې مسکو به یې ځواب ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.