طالبانو له هیواد څخه بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه

616

طالبانو له هیواد څخه بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د غنمو کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي د طالبانو حکومت له هیواد څخه بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت د مالیې سرپرست ملا هدایت الله بدري پرون پنجشنبه مۍ ۱۹ (غوايي ۲۹) د ټولو ګمرکونو مسؤلینو ته امر کړی چې له هیواد څخه د غنمو د انتقالولو مخه ونیسي.

د طالبانو د مالیې وزارت د سرپرست په حکم کې ویل شوي: “نن د ۱۴۰۱ کال دغويي ۲۹ مه د ماليې محترم وزير الحاج ملا هدايت الله بدري د ټولو ګمرکاتو مسئولينو ته هدايت وکړ، چي له دې وروسته هيڅ چاته اجازه ورنه کړي چي يوه دانه غنم هم له هيواد څخه دباندي په قانوني او يا غيري قانوني توګه صادر کړي٠”

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له سخت بشري بحران سره مخ شو تر دې مخکې ملګرو ملتونو له نړیوالو ټولنې څخه غوښتي و چې د افغانستان د اقتصادي نظام پاشل کېدو د مخنیوي لپاره له دغه هیواد سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې، او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په تیرو څلورو کلونو کې د وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي او د غنمو نژدې ۴۰ سلنه محصولات د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې افغانستان د ۲.۵ میلیون ټن غنمو له کمبود سره مخ دي او یوازې د دغه هیواد پنځه سلنه وګړي کولای شي چې کافي غذا وخوري.

افغانستان که څه هم زراعتي هیواد دی، خو د سختې وچکالۍ او اوبو زېرمو کمېدو له امله خپل د اړتیاوړ غنم نشي پوره کولای او د خپلې اړتیاوړ اوړه له قزاقستان، پاکستان او ځنیو نورو هیوادونو څخه واردوي.

له افغانستان څخه بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز پر داسې مهال اعلان کیږي چې اوس مهال په دغه هیواد کې د سختې وچکالۍ او غنمو کښتونو وچېدو له امله د غنمو کمېدو او بیو لوړېدو په اړه یې اندېښنې زیاتې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.