کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

476

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

 پنځه پنځوسمه برخه

د کورونا ښه عدالت دی

خوار و غریب او شتمن ټول راگیروینه

 

په کورونا کې سوی سکور شوم

یار ته پېغور شوم اوس مې څنگ کې نه پرېـږدینه

 

د کورونا څپو کې غرق شوم

چې د واکسین نوبت راځي هلاک به یمه

دا څو لنډۍ د دې برخې له پاره:

کورونا هر چېرې بلا وي

چې بلا راشي خامخا ورانی کوینه

 

کورونا ټول وجود کولبه کړ

د درد بزگر بیا په کې وکرل ویرونه

 

د کورونا ښه عدالت دی

خوار و غریب او شتمن ټول راگیروینه

 

یار مې ترټولو نه ځواکمن و

چې کورونا شو نه یې ځواک نه طاقتونه

 

د کورونا څپو کې غرق شوم

چې د واکسین نوبت راځي هلاک به یمه

 

زما او ستا چې یارانه شوه

کورونا راغله، اوس څوک ناوري فریادونه

 

که کورونا په ډنډ کې ډوب شې

د مرستې چیغې به وهې، څوک نه درځینه

 

د کورونا درد لیونی کړم

شومه باڅاره اوس مې کلي نه شړینه

 

نن خو مې ډېر یادېـږې یاره

ته کورنا یې زه درتلای نه شم میینه

 

کورونا ډېر لري دردونه

له ناچارۍ نه یارانه ورته پرېـږدمه

 

له کورونا نه تښته یاره

ځان دې ساته ورسره مل دي خطرونه

 

کورونا راغله واکسین نه شته

ډېر به زورېـږي چې یې نه وي واکسینونه

 

د کورونا چې څنگه غږ شو

پر ما ماتم شو، را چاپېر شول ستا غمونه

 

کورونا نښې نه پټېـږي

ته به خاموش وې، هغه سر پورته کوینه

 

کورونا هرځای درد کرلی

چې بې احتیاط وي د دردو لوبه کوینه

 

یار یارانه راسره نه کړي

کورونا بله میلمنه ما زوروینه

 

د چا ښېرو یمه وهلی

دا دویم ځل دی کورونا راپسې راځینه

 

کورونا راغله یار مې ورک شو

د کورونا درد به زه څنگه تېرومه

 

چې روغ وم، ښه وم راتلل خلک

چې کورونا شوم څوک مې نه کوي پوښتنه

 

په کورونا کې سوی سکور شوم

یار ته پېغور شوم اوس مې څنگ کې نه پرېـږدینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.