نوی پسرلی، زړې خبرې

آصف بهاند

224

کلونه پخوا (د شپېتمې لسیزې د پیل کلونه) په کابل کې لکه همدا اوس د پسرلي شپې ورځې وې. د رادیو د یارانو (نصرالله حافظ، زرین انځور) په نوښت، د رادیوافغانستان د پل‌باغ‌عمومي په ستدیوگانو کې پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه. ټاکل شوې وه چې مشاعره دې د پښتوغزل د پلار حمزه شینواري د دې بیت په اقـتـفا جوړه شي:

چې پـسرلی پـه مـوسیـدو ښکاري

ښکلې ځواني په غوړیدو ښکاري

مشاعره جوړه شوه، زه هغه وخت د زلمیتوب په هسک کې گرځیدم، زلمي خیالونه مې له ځوانې مستۍ سره لاس‌په‌لاس داسې گرځېدل چې لا په شاهانو او امپراتورانو یې هم خیال نه راووړ. د زلمیتوب په همدې تودو شېـبـو کې ما هم په دې مشاعره کې گډون وکړ، شعر مې ورته لیکلی و، یوبیت یې دا دی:

څوپسرلي دي چې دې لار څارمه

راشه چې لارپـه ورکـېـدوښکاري

هغه پسرلی او هغه شنیلی چې ما غوښتل، نه یوازې را نه‌غلل، بلکې لارې نورې هم تتې شوې، ورکې شوې، رنگارنگ بادونه را والوتل او زه هم لکه نور «لارورکي لارویان» پر ورکو لارو باندې سرشوم او دا دی:

«… او زه بې زړه، بې وطن

د دنیا پای ته رسیدلی یمه

داسې غریب یم، چې نه زړه او نه وطن لرمه

لکه بڼکه سپک یم

که مې باد لږشانتې ور پورې وهي،

نور تر اوبو لاندې یم«

(آصف بهاند)

اوس هم پرهماغو ورکو لارو سر یم، د شنیلیو په وطن کې ژوند کوم، داسې وطن چې پسرلی، وړی، منی او ژمی یې تک شین دی، خوما په کې د خپل وطن شنیلی او پسرلی ورک کړی دی، سترگې مې ورپسې ړندې شوې، خو ترا وسه مې پیدا کړی نه دی.

څه موده مخکې مې همدې ورک پسرلي ته دوې څلوریزې لیکلې دي. اوس به یې د پسرلي د راتگ له پاره تاسو سره یوځل بیا شریکې کړم، گوندې له کومې خوا نه آغه زما د خوښې وړ ورک پسرلی، زما د وطن له شیرامونو، وږمو او توتکیو سره راتلونکی پسرلی، داسې را پیدا شي چې د جگړې په بوی باندې بوین نه وي او د باروتو په لوگي دودغړن نه وي، سترگک راته ووهي او په خندا مې خوا ته راشي:

دا‌هم زما دوې څلورېزې:

څلوریزه

ټول کلی سپیره دی، لږ شنیلــی غــواړم

مـــځـکه مــروره ده، سپـــرلـی غــواړم

درست عمرمې ولید څـلور بول هـرخوا

گــرځـم ورپسـې او یـوســړی غــــواړم

۲//۴۱/۲۱/۳

هیدرسلیف

دنمارک

څلوریزه

سترگې مې ړندې شوې په شنیلي پسې

یـمـه ارمـانـجـن پـه خـپـل لیمـڅي پسې

وگـرځیـدم، ومـې نـه‌مونـد هـېڅ چېرې

اوس هـم سـرگـردان یـم یـوسړي پسې

۰۴ـ۱۲ـ۲۰۱۳

هیدرسلف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.