د ولسمشر کرزي په ملاتړ

سيد حسين پاچا

751

د ولسمشر کرزي په ملاتړ

طالبان دې د هغه پر مېرمن بريد نه، بلکې خپل هغه خيالي معهود في الذهن او تصويري مشرتابه ((امير المؤمنين)) ولس ته راښکاره کړي

شرم خو دوی ته دی چې کوربه مسلمان ګاونډي يې پر مخکېني مشرتابه مشر ملا صاحب د هغه د مړينې سره سره دوه نيم کاله ګردې نړۍ ته دروغ وويل

نوټ : واختار موسی سبعين رجلا لمقاتنا خو موسی عليه السلام خپل ورور هارون ته وويل ((اخلفني (۱) في قومي واصلح (۲) ولاتتبع (۳) سبيل المفسدين)) د الله تعالی هم دا خوښه وه چې هارون عليه السلام په قوم کې پاتې شي او له ځان سره د ده په خوښه اويا کسان طور ته د ليدو لپاره راولي.  له دې دا په ښکاره جوتيږي چې په قوم/ټولنه (هېواد) کې د مشرتابه شتون څومره اړين دی کنه الله تعالی به موسی عليه السلام ته ويلی وای چې نه، هارون هم له ځان سره راوله. طالبان دې پر ولسمشر کرزي او د هغه پر مېرمن د بريد پر ځای خپلې دغې قرآني لزومي سپارښتنې او هم د ولس غوښتنې او خپلې تشې (نيمګړتيا) ته پاملرنه وکړي چې له الف ولام ((ال)) تعريفي معهود في الذهن نه ځمکنيو حقايقو ته راووځي چې هم ولس، هم دوی، سيمه – چم وګاونډ او هم نړيوال له دغه ګونګ حالته يو رښتيني حالت ته راووځي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په تړاو د امر بالمعروف غبرګون

کرزي په تېرو شلو کلونو کې د پرديو د خوشالولو لپاره نورو افغان خويندو ته هر ډول ازادي غوښته او اوزار يې ورته برابرول، خو تر پايه يې خپله کورنۍ بيا په هغه ډول راښکاره نه شوه چې له نور يې غوښتل.

طالبان قر آني مزاحمتونه په پام کې نه نيسي.

لومړی مزاحمت :

پوهه او روغتيا

له پيله دوی د مشر ملا صاحب په باره کې دغه دواړه بنستيزې ستونزې چې د هغه په ټاکنه کې په پام کې ونه نيول شوې.

دويم د ناقانونه توکو د قاچاق ستونزه

داسې ويل کيږي چې د دوی دويم مشرتابه د ناقانونه توکو په قاچاق کې لاس لره چې دا هم د اسلامي امارت د يو مشرتابه لپاره اړينه خبره ده او په ټاکنه کې يې هم د کوربه هېواد استخباراتو لاس لره.

درېيمه د برحال مشرتابه ستونزه

فقدان ((غيابت)) او يوازې په تصوير باندې بسنه

همداسې د مشروع لارې رامينځته شوی نه دی.

طالبان بايد ځينو پوښتنو ته ځواب ووايي :

  • که د هېواد مشرتابه وي، نو بيا ولې له خلکو پټ دی؟
  • که د طالبانو اميرالمؤمنين وي، نو بيا سمه ده، خو نومونه يې بايد سمه شي. موږ مخکې په جهادي پير کې هم ځينې اميران لرل لکه ګلبدين حکمتيار امير حزب اسلامي افغانستان، مرحوم رباني امير جمعيت اسلامي افغانستان، مرحوم احمد شاه مسعود امير شورای نظار، مرحوم مولوي محمد يونس خالص د افغانستان د اسلامي حزب امير، مولوي محمد نبي محمدي امير حرکت انقلاب اسلامي افغانستان همداسې مرحوم مولوي منصور، مولوي محمد مير او داسې نور او منځلاري مشران درواخله چې اوس ټول نشته او په حقه لار تللي دي.

څلورم دا چې دوی د امارت په نومونه کې هم ستونزه لري چې دا زموږ د چم وګاونډ له نبض سره سم هم نه دی. له يو لورې د کوربه ګاونډي د کلونېزم يا په بله مانا له کشميره بدتر کنفېډرشن بڼه لري چې نه به الحاق وي او نه نيمه خپلواکه او هم ترې د افراطيت بوي ترې راخيژي.

د دوی کوربه هېواد چې همدا اوس له يو لړ سياسي بېثباتۍ  او هم له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی چې مخکېنی ليرې شوی لومړی وزير يې همدا نن له خيبر پښتونخوا څخه د پلازمينې په لور د يو لوی مارش په تکل کې دی د ستونزو حل بېړنۍ ټاکنې بولي، خو له بل لورې بيا طالب چې له هماغه ځايه سرچينه اخلي او خړوبه شوی يوې حل لارې ته غاړه نه ږدي، نو دا بيا په عين حال کې يو بام و دو هوا شوه شوه چې خپل ځان ته څه غواړي او موږ ته څه غواړي؟

طالبان واک ته د يوې نامشروع ليارې رسېدلي چې دا مشروعيت ته اړتيا لري چې هغه ولس ته مخه کونه ده او دوی اوس پر دې سترګې پټې کړي دي. کله يو څه وايی او کله بل څه؟

که د دوی په اند ټاکنې ناروا وي، نو د دوی هغه آخوا درېواړه اسلامپالې ډلې خو بيا هلته په سياست کې برخه اخلي او د ټاکنو د يوې مشروع پروسې له ليارې مخته ځي او د ځان لپاره کمپاينونه کوي چې بيا په پای کې يا د خلک د ګوند او يا د مسلم ليګ د ګوند او يا له تحريک انصاف سره يوځای کيږي او له هغوی سره په ګډه کار کوي. ان تر دې چې د زرداري په وخت کې مولانا سميع الحق د پارلمان وسنا سره د ((کونسل دفاع پاکستان)) مشري هم مخته وړله او د طالبانو ملاتړ يې هم کولو او مولانا فضل الرحمان په کشمير کې چيرمين وو. جماعت اسلامي هم همداسې درواخله چې د عمرانخان په څنګ کې ولاړ وو.

هلته د همدې اسلامپالو ګوندو په شتون کې چې د دوی خواخوږي ول د هېرا منډي خلاصه ده او ان تر دې چې څوک يې د ګناه هومره يادښت پر منبر هم نه شي کولی، خو د هماغه کوربه هېواد د اسلامي مدرسو مذهبي چرګوړي بيا دلته په افغانستان کې د نجونو له لوړو زده کړو او د ښځو له کار سره ستونزه لري، نو يا للعجب زموږ دا مذهبي چرګوړي ولې بيا له سياست او له شعوره لېرې او ناخبره او ورسره ناپخلا کېدونکي روزل شوي دي؟

له هر چا بيا زياته مولانا فضل الرحمان او حامدالحق ته وي چې له نن څخه نژدې يو پنځوس کاله مخکې مفتي محمود هم ورته اسلامي نظام او شريعت په نننۍ خيبر پښتونخوا کې اعلان کړی وو، خو د هماغه وخت د مرکزي حکومت له ليارې د برتانيا په لارښوونه پرې خوراکي توکي او تنخواګانې بندې شوې او له مينځه ولاړ، نو نژدې نيمه پېړۍ وروسته څنګه هغه کوربه هېواد چې داسې يو حکومت او نظام يې د ځان له لپاره نه شو زغملی نن څنګه پر موږ زغمي او راتپي؟

حال دا چې يوې مشروع پروسې ته هم راسره غاړه نه ږدي. نه ټاکنې کوي او نه لويه جرګه راغواړي او نه له ولس، چم وګاونډ او نه له نړۍ سره په ديپلوماتيکه ژبه پوهيږي.

ښکاره خبره ده يو څوک چې له ملته د يوې مشروع پروسې له ليارې راغلی نه وي، نو له شک پرته چې هغه به هم د نورو په شان نامشروع راغلی وي. هغوی خو دومره امتياز لرلو چې لږ تر لږه ولس ته خو ښکاره ول دا چې چا منل او يا نه او يا له هرې ټکۍ برګۍ راغلي وو، خو راغلي وو. دوی چا راوستي؟

چا چې راوستي، نو ولې يې له ولسه پټ کړی دی؟ ايا خپلواک دی يا نه؟

که وي، نو بيا خو بايد چې راښکاره شي او کنه، نو ښکاره ده چې دا اوسنی به هم د مشر ملا صاحب غوندې د کوربه هېواد د نظاميانو او استخباراتو په لاس کې به وي چې هغه يې د سينما د يوې تورې پردې تر شا خلکو ته اعلان او دا بل يې چې راته په کوټه کې ټاکلی تر ننه يې له ځان سره بونګه او برمته ساتلی دی. طالبان دې خپله خپلواکي لومړی له خپل مشرتابه جوته کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د طالبانو بالاخره حوصله ختمه او پر کرزي يې ګواښمن ګوزار وکړ

https://www.youtube.com/watch?v=EGc27TlH0oE

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-61538376

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-61532335

https://www.pashtovoa.com/a/taliban-nor-responce-karzai-to-leave-to-uae-or-not/6574307.html

https://www.youtube.com/watch?v=nTGKRLih-z0

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.