پېښور کې افغان سندرغاړو د نیول کېدو پر ضد احتجاج اعلان شوی

354

پېښور کې د ۴ افغان سندرغاړو د نیول کېدو پر ضد احتجاج اعلان شوی

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو څلور افغان سندرغاړي په دې تور نیولي چې ګواکې هلته په ناقانونه توګه اوسېدل. د دې سندرغاړو نیولو هلته سخت غبرګونونه راپارولي او ګڼو کسانو د پولیسو دا ګام غندلی دی.

دغه افغان سندرغاړي د کابل تر سقوط وروسته پېښور ته تللي وو، او ډېری يې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په پېښور کې د تاکال پولیس وايي، څلور افغان سندرغاړي يې د فارن ایکټ یا د ناقانونه اوسېدو په جرم نیولي دي.

د پېښور د تاکال پولیسو تاڼې یوه چارواکي ګوهر مونږ سره خبرو کې د دې نیول شويو افغان سندرغاړو نومونه ندیم شاه، نورالله، سعیدالله او اجمل یاد کړل، چې په خبره يې څلور واړه په زندان کې دي.

د دې افغان سندرغاړو تر نیول کېدو وروسته په پښتونخوا کې پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو د پولیسو دغه ګام غندلی او د هغوی د بېرته خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

ګڼو کسانو وېره څرګنده کړې، چې نیول شوي افغان سندرغاړي باید بېرته خپل وطن ته ونه لېږدول شوي، ځکه ځکه هلته یې ژوند په خطر کې دی.

پښتونخوا کې د هنرمندانو یوې ټولنې په همدې تړاو د دوشنبې پر ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته د یو احتجاج اعلان هم کړی دی او ټاکل شوې ده د پښتونخوا له حکومت غوښتنه وشي چې د افغان هنرمندانو د نیونې او د پولیسو لخوا د هغوی د ځورونې مخه دې ونیولی شي.

هملته په پېښور کې مېشت یو قانوني وکیل فهیم مروت له مونږ سره خبرو کې وویل، په دغه ډول قضیو کې که نیول شوی کس په ناقانونه توګه د اوسېدو جرم ومني، نو تر څو شپو زندان وروسته به بېرته خپل هېواد ته لېږدول کېږي.

د نیول شوي افغان سندرغاړي اجمل پلار – شېرین اغا خالقیار بیا مونږ ته وویل، دوی له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې پېښور ته راغلي او همدلته مېشت شوي دي.

ښاغلی خالقیار زیاتوي، دا مهال ګڼ شمېر افغان سندرغاړي پېښور کې خپل هنري کارونه کوي او د روزګار په لټه کې دي. نوموړی وایي: “اوس خو زموږ په وطن کې پروګرامونه نه کېږي، نو اکثره دلته راغلي دي او ټول دلته پروګرامونه کوي”.

د تېر کال اګست میشت کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د یو شمېر نورو افغان کدرونو ترڅنګ ډېری افغان هنرمندانو هم خپل هېواد پرېښود او د پاکستان په ګډون بیلابیلو هیوادونو ته يې پناه یوړه.

موسیقي او ګڼ نور هنرونه د طالبانو په حکومت کې ‘حرام’ بلل کېږي او د دوی له راتګ سره افغانستان کې پر کنسرتونو او د موسیقۍ په پروګرامونه بندیز لګېدلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.