کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

855

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

اوه پنځوسمه برخه

تا خو په ما پورې خندلې

چې کورونا شوې اوس دې خېژي فریادونه

 

که نړۍ ټوله کورونا شي

دیدن د یار مې چې عادت دی وربه شمه

 

چې نیمه شپه شي تبه سره شي

د کورونا په ناروغ نور راځي دردونه

 

د کورونا له رامنځته کېدو نه تر اوسه پورې، دې وبا ډېر انسانان د گور تیارو ته ولېـږل، بشریت هم غلی نه شو او د دې وژونکې پدېدې په مقابل کې یې هڅې پیل کړې، بندیزونه رامنځته شول، رنگارنګ واکسینونه جوړ شول، دا واکسینونه چا ولگول او چا یې مخالفت وکړ، چا ته ورسېدل او څوک ورنه محروم شول.

د کورونا وبا په مقابل د واکسینونو د جوړېدو او تطبیق څځه دوه کلونه تېر شول او نړۍ د خلکو د پاملرنې برخې دا واکسینونه ولگول او دا لړلۍ اوس هم روانه ده، کورونا شته ده، خو د روغتیا نړیوال سازمان تراوسه پورې پر کورونا وبا باندې د بشریت د بشپړې بریا په باب څه نه دي ویلي، خو د رپوټونو په ترڅ کې یې دا ویلي دي چې واکسینونو دا ځواک بشریت ته ورپه برخه کړې دی چې په کورونا وبا باندې د اخته کېدو یو څه مخنیوی وکړي او د مړینو او تلفاتو شمېرې راټیټې کړې.

 د کورونا وبا د تلفاتو په مقابل کې بشریت داسې تجربې تر لاسه کړې چې اوس یې د وقايي په بڼه کاروي او خلک کولای شي چې د هغو په عملي کولو سره ځانونه ترې وساتي، واکسینونو هم مرسته وکړه او د تلفاتو شمېر یې یو څه راټیټ کړ.

د کورونا وبا د نویو بڼو رامنځته کېدل او ورسره د نویو ستونزو زېږېدل او تلفات، بشریت اړ کړی دی چې نوې هڅې پيل کړی او د دې وبا د مخنیوي له پاره نوې لارې چارې وپلټي.

په دې ورستیو کې، په نړۍ کې داسې سیاسي، اقتصادي، طبعي او… پېښې رامنځته شوې چې کورونا وبا یې له نړیولو څخه تر یوه بریده هېره کړې ده.

سره له دې چې کورونا وبا ستونزې په نړیواله کچه، په تېره افغانستان کې لکه د پخوا په څېر مطرح نه ده او خلک د نورو ستونزو د شتوالي په مجه دومره پاملرنه نه ورته کوي، خو په پښتو لنډیو کې یې انعکاس او یادونه لا هماغسې مطرح ده او د لنډيو تخلیقونکي یې په بېلابېلو بڼو په هنري ډول یادوي، ستونزې او دردونه یې د لنډیو په لنډ قالب کې په هنرمندانه ډول انځوروي.

په کورونا پورې اړوند لنډیو په لړ کې، په دې برخه کې هم څو نوې او داسې لنډۍ وړاندې کوم چې د کورونا وبا نه د رازېږېدولو ستونزو انځورونه په هنرمندانه ډول په کې لیدل کېـږي:

 

جانان دا څو ورځې رانغی

د کورونا خیال بې پر موږه کړی وینه

 

جانان مې هېڅ نه مالومېـږي

راته ښکارېـږي کورونا به وي میینه

 

ما خو دروغ، دروغ گڼله

د جانان کډه کورونا ورباروینه

 

تا خو په ما پورې خندلې

چې کورونا شوې اوس دې خېژي فریادونه

 

حال مې له چا سره شریک کړم

یار کورنا دی اوس دردونه تېروینه

 

ته کورونا وې حال دې نه وې

عالم خبر شو اوس دې څه کړم احوالونه

 

خاونده یار کورونا نه کړې

پردی وطن دی بیا به څه چاره کومه

 

پرېـږده پېِغور د ټولو واورم

د کورونا احوال یې خلک خبروینه

 

اوس هم ډارېـږم په تشویش یم

په سفر تللی کورونا نه وي میینه

 

که نړۍ ټوله کورونا شي

دیدن د یار مې چې عادت دی وربه شمه

 

داسې طبیب به پیدا نه شي

چې کورونا نیولی ژر ورغوینه

 

چې نیمه شپه شي تبه سره شي

د کورونا په ناروغ نور راځي دردونه

 

د کورونا درد به هم تېر شي

د ظالم زویه ته مې ناخلې احوالونه

 

په وروستي وخت کې یو ځل راشه

د کورونا ډار مې په مرگ تهدیدوینه

 

لاس مې چې درکړ، لاس دې سور و

د کورونا احوال دې لاس کې ښکارېدنه

 

کورونا رنځ دی، شرم نه دی

دغه حالت خو په هرچا باندې راځینه

 

چې هر خوا ولاړ شې، کورونا شته

له دغه رنځه خلاصی نه شته په سیلونه

 

ځان کورونا ته ولې سپارې

په خپلو پښو چې ورروان یې، خود دې وړینه

 

خلک خوشحال وو سره او سپین وو

د کورونا راتگ خو زېـړ کړل ډېر مخونه

 

د ژوندون ټول خوندونه ستا شول

زه کورونا یم خپل نصیب مې ژړوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.