د زمزم اوبه او ځانګرتیاوي

1,077

د زمزم اوبه او ځانګرتیاوي یې:

د مکې معظمې د زمزم چینه له زرګونو کلونو څخه بهېږي زموږ دین وايي تر قیامته به روانه وي او نورې هر ډول اوبه به له قیامته مخکې ورکې شي.

حضرت ابراهیم علیه السلام خپله مېرمن هاجره او وړوکی ماشوم زوی حضرت اسماعیل علیه السلام د مکې په وچه دښته پرېښي وو یو وخت ماشوم تږی شو، بي بي هاجرې د صفا او مروا ترمنځ په ډېرې نا آرامۍ منډې وهلې او له خپل رب یې مرسته غوښتله، خدای ج جبرایل علیه السلام راولېږه چې په خپل وزر ځمکه او غر وواهه او هلته ذخیره شوې اوبه د زمزم چینې ته راغلې یعنې د اسماعیل علیه السلام پښو سره اوبه راووتلې.

زمزم له شپېتو څخه زیات نومونه لري، چې ځینې مشهور یې زمزم، سقیا الحاج، شراب الابرار، طیب، بر، برک او عافیه دي.

د زم زم د اوبو د څاه/کوهي ژوروالی یوازې 10.6 فوټه دی خو په یوه ثانیه کې 8,000 ليټره اوبه پمپ کوي چې په یوه دقیقه کې 4,80,000 ليټره او په یوه ساعت کې 28,8 میلیونه لېټره اوبه او په 24 ساعتونو کې 691.2 میلیونه لېټره کیږي.
د زم زم څاه ( کوهی ) یوازې په 11 دقیقو کې د 24 ساعتونو 691,2 میلیونه لېټره اوبه پوره کوي د زم زم اوبه له دې سره نور ډير حیرانووکې رازونه هم لري.

د زم زم اوبه په هر حالت کې شفافې / پاکي وي، خوند یې هیڅکله نه بدلیږي، د زم زم اوبه چې په کلونو په یو سر پټي لوښي کې واچوئ نو هیڅکله به یې خوند او بوی خراب نشي، یواځې زم زم نه بلکې که په یو لوښي کې عامي اوبه واچوئ او لیږ زم زم اوبه ورسره ګډي کړئ هم نه خرابیږي.

دا چې ولي نه خرابیږي دې چاري ته د نړۍ ټول ساینس‌ پوهان ګوته په غاښ او بې ځوابه دي، د زم زم د اوبو څاه له پیل نه همداسې په جوش فعاله ده، دوې معجزې یې ډېري حیرانووکې دي، لومړی دا چې په دومره کوچنی څاه په 24 ساعته کې 691,2 میلیونه اوبه په 11 دقیقو کې څنګه پوره کوي ، او بل دا چې د زم زم اوبه ولي هیڅکله نه کمېږي.

ساينس پوهانو په اوبو يوه بله څېړنه هم کړې. هغه دا چې د يوه مسلمان له خوا يې پر يوه اندازه اوبو د قرآن کريم د آيتونو له تلاوت وړاندې او وروسته لابراتواري ازمېښت کړى چې د اوبو په ماليکولي جوړښت کې عجيبه بدلونونه تر سترګو شوي.

د دې ساينسپوهانو په وينا په اوبو کې هېښوونکې ځانګړنې شته، څېړنو ښودلې چې اوبه د اورېدو، احساسولو، ياد ساتلو او له چاپېريال سره د خپلو خواصو بدلولو وړتيا لري.

که پر اوبو د قرآن کريم آيتونه تلاوت شي، نو پکې د بېلابېلو ناروغيو د علاج وړتيا هم راپيدا کېږي. د دې تر څنګ اوبه د چاپېريال له بدلون سره ځان بدلولاى شي.

ډاکټر ايموټو دا هم ويلي چې د زمکې پر مخ ټول ساکښ او بې ساه مخلوقات له چاپېريال څخه اغېزمنېدلاى شي. د ده په وينا د کايناتو هره ‌ذره شعور لري چې له همدې امله ټول د خپل خالق په ثنا او صفت بوخت دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.