کورونا او لنډۍ

آصف بهاند

586

«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې

اته پنځوسمه برخه

ته د خوښۍ په ټال کې زانگه

زه به د خپلې کورونا ژړا کومه

 

زه دې دیدن ته تږی وږی

د کورونا ستونزه چې وي نه به درځمه

 

په کورونا لړلیه یاره

درتلای خو نه شم، بس دوعا درته کوومه

د دې برخې لپاره دا نوې کورونايي لنډۍ:

ته کورونا شوې او گوښه شوې

زه دې غمو سره یوازې پرېښودمه

 

کورونا یار راڅخه واخیست

خاورې لالی شو ژوندون خوند نه راکوینه

 

ته د خوښۍ په ټال کې زانگه

زه به د خپلې کورونا ژړا کومه

 

یو کال به غرونو کې ایسار شم

د کورونا دور چې تېر شو رابشمه

 

که خدای مې دا وارې ترې خلاص کړي

د کورونا پر لار به  نه ږدم قدمونه

 

د کورونا ډار راپسې و

گنې وطن مې داسې ژر نه پرېښودنه

 

تر څو به تښتې کورونا نه

چېرې چې ځې، دا درپسې، نه دې پرېـږدینه

 

کورونا لاندې کړم جانانه

پردی وطن دی زه مخ چا ته واړومه

 

ځان دې پناه کړ رانه لاړې

کورونا زور شوه بیا خپـړې لگوینه

 

خبر مې اخله چې مړه کېـږم

د کورونا تبه مېچنې گرځوینه

 

ته لرې، لاړې مسافر شوې

کورونا راغله موږ بندي یو په کورونه

 

د کورونا رزک مې منلی

هجران دې سوی یم، نور نه شته طاقتونه

 

لارې کوڅې مې دې خوښېږي

د کورونا له لاسه نه درځم میینه

 

زه دې دیدن ته تږی وږی

د کورونا ستونزه چې وي نه به درځمه

 

د کورونا استازي گرځي

توپیر یې نه شته پر هر چا کړي غورځنگونه

 

په کورونا لړلیه یاره

درتلای خو نه شم، بس دوعا درته کوومه

 

چېرې چې ځې، کورونا شته ده

له دې وبا نه به ځان څنگه خلاصونه

 

کورونا څه بده بلا ده

لکه د سیوري غوندې هرې خوا ته ځينه

 

څه بېکاري څه کورونا ده

خلک خواره شول، وطن څوک ابادوینه

 

که کورونا ده که بلا ده

زه در روان یم، ما منلي دي رزکونه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.