نجونې څنګه په هلکانو بدلېږي

یحی سهار

1,190

نجونې څنګه په هلکانو بدلېږي؟
دا څه موده کېږي چې له ځینو ساحو څخه داسي خبرونه راځې چې یوه نجلۍ د ځوانۍ په عمر کې په هلک بدله شوه
زه خپله د داسي دوو پېښو شاهد یم یوه یې څه موده مخکې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې او بله یې په دې ورځو کې په لوګر کې را منځ ته شوي
نو راځئ په دې پوی شو چې ایا ریښتیا هم داسي څه امکان لري؟
کله چې ماشوم د مور په نس کې وده کوي په لمړي سر کې تناسلي اعضاء د ټولو ماشومانو د نجونو په شکل وي چې بیا وروسته د نارینه ؤ د هورمونونو تر تاثیر لاندي نارینه تناسلي اعضاء د حمل په اتمه هفته کې را څرګندېږي او په وده شروع کوي. په ځینو حالاتو کې په نارینه ماشومانو کې د نارینه تناسلي اعضاؤ وده نه رامنځ ته کېږي او هماغسي د نجونو په شکل پاتي کېږي.چې دغه حالت ته چې په طب کې ورته تر ډېره د penes at 12 syndrome ( په دوولس کلنۍ کې د نارینه تناسلي اعضاء وده) کارول کېږي یا ورته 5a reductase defeciency وایې.
د نارینه مهم هورمون چې د نارینه ؤ د تناسلي اعضاؤ وده او د نارینه ؤ نور دوهمې خواص لکه د غږ تغیر، د عضلانو وده، تر نامه لاندي او تخرګونو ویښتان او همدارنګه د ږیري او بریتونو د راتللو دنده مخته وړي ټیسټیسټیرون (testesterone) دی.
ددې هورمون تولید په ماشومتوب کې کم او د بلوغیت په وخت کې زیاتېږي نو ځکه د نارینه دا پورته ذکر شوي خواص د بلوغیت په وخت کې را څرګندېږي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه چې د ماشوم تناسلي اعضاء مخکې له ولادته خپل اصلې شکل ته رسېږي چې دا کار د پورته ذکر شوي هورمون د فعال شکل ډای هایدروټیسټیسټیرون ( di hydrotetesterone) په واسطه تر سره کېږي.
په بدن کې د یوه انزایم په واسطه چې 5a reductase ورته وایې ټیسټیسټیرون په خپل فعال شکل بدلېږي.
په نوموړو ناروغانو په جینیټیکي شکل دا انزایم(5a reductase) موجود نه وي نو نوموړی هورمون په خپل فعال شکل نه بدلېږي او د هغه تاثیرات چې د مور په خیټه کې د تناسلې اعضاؤ وده ده نه تر سره کېږي.
دا ناروغان اصلا نارینه دي او یواځي د دوی تناسلې اعضا د ښځو په شکل پاتي شوي او ظاهرا د زیږون په وخت کې دوی د نجونو په شان تناسلې اعضاوي لري او جینکۍ ښکاري.
خو د بلوغت په وخت کې د ټیسټیسټیرون اندازه ډېره زیاتېږي او که چېرته په فعال شکل بدل هم نه شې کولای شي چې د نارینه ؤ تناسلي اعضاؤ ته وده ورکړي او د نارینه ؤ خواص لکه د اواز تغیر په مخصوصو ځایونو کې د ویښتانو را شنه کېدل تر سره کړي.
په دې نارغانو کې هګۍ (tetes) لا له مخکې موجود وي او وده یې کړي وي خو یواځي تر پوستکې لاندي پټ پاته وي.
چې د بلوغت په وخت د نارینه ؤ د هورمون د ډېر زیاتوالي په وجه د دوی بذر (clitoris) تر دې اندازې وده کوي چې د نارینه ؤ د تناسلې عضوې په اندازه شې.
بله دا چې دا هلکان د نجونو په څېر میاشتنۍ ناروغۍ نه لري.
چې بیا د بلوغیت په وخت کې له پوهېدلو ورسته ورته جراحي عملیات تر سره کېږي او نجونو ته ورته تناسلي اعضاؤ شکل یې له منځه وړل کېږي او نارینه ؤ ته ورته جوړېږي.
ډېری د دغو هلکانو نه شي کولای چې اولاد راوړي او اکثره یې شنډ وي او دا ماشومان ان له ماشومتوبه د نجونو په څېر سټایل او لباس نه خوښوي او خوښېږي یې چې له هلکانو سره لوبي وکړي.
نوټ:په ښې طرف تصویر کې چې کوم اعضاء په سور رنګ ښکاري یواځې د دغو اعضاؤ وده د ټیسټیسټیرون فعال شکل ته ضرورت لري او په دې ناروغان کې وروسته له بلوغته وده کوي.

ــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.