شاعره ویښ یې کنه؟

عبدالباري جهاني

582
خدایه تیارې مي د سلګیو له اسمانه نه ځي
د زړه زخمونه مي د اوښکو له ګرېوانه نه ځي
اوس به له چا سره کیسه د شوګیریو کوم
چي له قاصده مي لار ورکه تر جانانه نه ځي
شاعره ستا تر غوږ مي چیغي رسولای نه سم
د زلفو عطر دي د خیال له شبستانه نه ځي
تاته به څرنګه غزل په اوښکو ولمبوم
چي د قلم د زیندۍ شرنګ دي له پېزوانه نه ځي
ته دي نظمونه د جانان په شونډو ورنګوه
د خیال نیلی دي د جنون له بیابانه نه ځي
ما مي یوسف ته د خوبونو کیسه وژړله
ویل یې شپې به دي د مصر له زندانه نه ځي
هغه به کیږي چي لیکلي وي کاتب د ازل
چي په پانوس کي سوځېدلي وي پښېمانه نه ځي
ته به مي څرنګه د تللي قدم لار لټوې
پل مي له باده سره ځي نن تر کاروانه نه ځي
دلته سرتورو په ښراکلونه وپېیله
دا تُرابان دی د بدریو له داستانه نه ځي
هغه کوهی دی جهاني هغه د وروڼو جفا
د اوښکو لاړ دي له یعقوبه تر کنعانه نه ځي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د مې د میاشتي یودېرشمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.