اصحاب کهف

لطیف یاد

1,372

اصحاب کهف یا ( دسمڅې یاران  )

—————————————————

داصحاب کهف یا دسمڅې یاغار  دیارانو په اړوند به موډیرڅه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یو ه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي .همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي . په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده. اصحاب عربي ویی( لغت  )  دی چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي . په انګریزي ژبه او انجیل کې اصحاب کهفوته (   Seven Sleepers)او یا ( Companions of the Cave ) هم ویل کیږي .

اصحاب کهف په حقیقت کې هغه مو منان ول چې دلوی خدای په وحدانیت یې عقیده درلودله او دخپلې زمانې دواکمنانو او ظالمانو په وجه یې چې ددوی دعقیدې نه یې کرکه درلودله   دهغو له ویرې یې یوې سمڅې یا غار ته دخپل سپي سره یوځای پناه یووړه  او دځینو روایتونو  په بنسټ هلته ۳۰۹ کلونه ویده شول .

په قرآن شریف کې دالکهف په سوره کې داصحاب کهفو په اړوند دالاندیني ایتونه لولو:

اَم حَسِبتَ اَنَّ اَصحـبَ الكَهفِ والرَّقيمِ كانوا مِن ءايـتِنا عَجَبـا»(کهف ۹ آیت )

او ( تَرَى الشَّمسَ اِذا طَـلَعَت تَزوَرُ عَن كَهفِهِم ذاتَ اليَمينِ واِذا غَرَبَت تَقرِضُهُم ذاتَ الشِّمالِ) (الکهف ۱۷ آیت )

رقيم د مرقوم او لیکل شوي په معنا دی.. اصحاب كهف ته اصحاب رقيم هم وایي ځكه ددوی حالات په یوه اوسپنیز فلزکې لیکل شوي واودنوموړي غارپه دروازه ټومبل شوي وو.که  څه هم په قران شریف کې داصحاب کهف دنومونو ذکر او یادونه نشته خو هغوی دخدای نیک بندګان ګڼل شوي دي.

په ځینو تاریخي منابعو او سرچینو کې ددوی نومونه دادي :

مكسيميليانوس

أكساكوستوديانوس

يامبليكيوس

مرتينيانوس

ديونيسيوس

أنطونينوس

قسطنطينوس, (أبو يوحنا)..

په ځینو نورومنابعوکې ددوی نومونه په دې ډول راغلي دي :

1 – مکسلمینا 2 – یملیخا 3 – مرطولس 4 – ثبیونس 5 – دردونس 6 – کفاشیطیطوس 7-منطنوا سیس

په مسیحي منابعوکې هم دداصحاب کهف نومونه په لاندنیوبڼو راغلي دي :

Maximian, Malchus, Marcian, John, Denis, Serapion,

او په دې بڼّه  هم :

Maximilian, Jamblichus, Martin, John, Dionysius, Antonius, and Constantine.

ویل کیږي چې ددوی دسپي نوم قطمیر و.

دا دعیسي علیه السلام ترزیږیدو ۲۵۰ کلونه وروسته د۲۴۹ نه ۲۵۱ میلادي کلونو ترمنځ پېیښه ده.دوی دروم دپاچا دقیانوس دظلم په وجه هغه سمڅې ته پناه وړې وه او کله چې د۳۰۹ کلن خوبه راویښ شول نو سخت وږي شوي وو او ددوی سره یوڅو سکې وې اوخپل ملګري یې بازار ته ولیږل چې پر دغوسکو څه خواړه رانیسي چې ویې خوري خوددوی دغه سکې ځکه  کوټه او ناچلې شوې وي چې ډیره زمانه پرې تیره شوې وه او چا ورته ددې سکو په بدل کې سودا ورنکړه او دوی مجبوره شول چې بېرته هماغې  سمڅې ته لاړشي او بیاویده شي  او بیاوروسته ددوی پته ونه لګیدله .

داصحاب کهف  دسمڅې اوغار دمو قعیت په اړوند بیلابیلې نظریې شته ځینې وايي دغه سمڅه په سوریې ، اردن ، سعودي عرب ،اودنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مو قعیت لري  ، خو ډیر تاریخ لیکونکي په دې اند دي  چې دا سمڅه دترکییې په جنوب لویدیز داناتولي دافسس یا ایفوسیس په لرغوني ښار کې ده او دعیسی مسیح علیه السلام  تر زیږیدو دمخه دغه ښار  یومشهورښار و چې وروسته بیاخلکو داصحاب کهف سمڅې ته نږدې  یوجومات هم  جوړ کړ چې اوس یې هم نخښې نښانې شته او هرکال په زرګونو سیلانیان له دغې سمڅې نه لیدنه کوي .

انځورپه ترکیه کې داصحاب کهف  په نامه سمڅه

————————————

منابع او سرچینې ،

۱- قران کریم ،دالکهف سوره

۲-https://www.britannica.com/topic/Seven-Sleepers-of-Ephesus

۳-http://www.vajehyab.com/…/%D8%A7%D8%B5%D8%AD%D8%A7%D8…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.