سوځيدلې بورا

اسدالله بلهار جلالزی

1,043

سهار وختې نرس په وارخطایي ډاکتر قیوم ته وویل: ېوه ناوې ناروغه یې راوړه که ته راشي. ښه به وي. باید د معدي د پریمنځلو له پاره یې غم وخوړل شي. ډاکتر په بیړه د خپل سپین کمېس تڼۍ وتړلې .اوپه ارامه یې وپوښتل.اریا صیب ولې وارخطایې څه کېسه ده.؟

ـ ېوې ناوې تیزاب څیښلې دي.

ـ څه څه تیزاب…؟؟ داڅه وایې: ولې او په بیړه د عاجل اتاق په لوري راروان شو.

په چپرکت کې يې په پرتې ښځي سترګي ولګیدې چې لا یې هم د واده جامې په تن کې وې. لاسونه یې په نکریزو سره وو. له سپین مخ څخه یې وینه تښتیدلي او ژیړه زبیښلی وه خو تور ویښتان یې پرې خواره واره پراته وو. په خواکه یې یوه د پاخه عمر ښځه په داسې حال کې ولاړه وه. چې په دواړو اننګویې د اوښکو سلسلې را روانې وې او ژر، ژر یې د پلو په پیڅکه وچولې.  هغې داسې انګیرله چې د خداي په دا دومره لویه دنیا کې یکې اویوازې ده. هیڅ څوک نه لري. له انسانه یې په زړه کې کرکه کوله، د خوشالې شيبې یې په غم اوښتي وي. په څنګ کې یې یوځوان هم ولاړو.

ډاکتر قیوم حیران شو. ژریې نبض وکوت. بیایې په دیواله ځړیدلي ساعت ته په ځیرځیر وکتل، خو خپل نرس د سر په اشاره وپوهاوه چې د معدې د پرمېنځلو له پاره تیاری ونیسي. داسې څه یې په ژبه جارې شول چې د پاخه عمر ښځه پرې پوه نه شوه. په خواره خوله یې له ډاکتره وپوښتل ډاکتر صاب لوربه مې جوړه شي.ډاکتر پرته له دې چې ورته وګورې نو یې ورته وویل: هو جوړه ده، وار مه خطا کوه. ولې مو پریښوده چې تیزاب وڅیښي؟ مخکې له دې چې دهغې ځواب واورې نرس ته یې وویل:ـ لواژ چارکول این جي ټي تیارکړه.

د پاخه عمر ښځه  اکه پکه شوه. لکه سوځیدلې بورا ډیره ناارامه وه. خو لاهم د خپلې لور ترچپرکټ راتاویده. دواړه سترګي یې د هغې په ژیړمخ کې خښي کړې وي. دې لا اوتر اوتر کتل: چې د موظف ډاکتر له خوا نوروته وویل شول. د معدي پرمېنځل به پیل کړو. بیا یې د پاخه عمر ښځي ته وویل:

ـ مورې! ته ووزه او موږ خپل کار ته پریږده. د پاخه عمر ښځه د کابو یوساعت له پاره د انتظارپه خونه کې په ایښي څوکۍ ناسته او دروازې ته به یې د سترګو له کونجوکتل:

دعاجل اتاق دروازه په شدت خلاصه شوه .

ډاکتر په پوزه تړلي ماسک، د کېڼ لاس په ګوته له پوزې لری کړ. مخامخ د پاخه عمر د ښځي خواته راغی.

ـ مورې! بس که خدای کول لور دي وژغورله شوه بیا مخامخ روان شو.

په دغه وخت کې په روان چپرکټ کې پرته ناوي په داسې حال کې چې بې هوښه وه. د دوتنوپه واسطه را کښول کېده هم راویستل شوه. د لوړې ونې لرونکې نرسي وپوښتل: مورې! ودې نه ویل : لور دي ولې تیزاب څیښلي ول. 

ـ پرون یې په غزني بازار کې مېړه اوخواښي په چاودنه کې شهیدان شول. دا چې  د هغوو له شهادته خبره شوه نوریې په تیزابو ورمنډه کړې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.