زه ګلاب خان یم

اسدالله بلهار جلالزی

877

د مازیګرڅلورنیمې بجې وې. چې د غزني ښار ته راورسیده ، هغه وړوکي غزني چې ګلاب خان  له نن څخه له کابو پینځه دیریش کاله وړاندې لیدلی و. که څه هم اوس پراخ اوپه کې زرګونو دوکانونه، نوي نوي مارکیټونه، هوټلونه او لوړې ودانۍ لیدلي کیدي. خودی يي  حیران نه کړ. ده ته لاهم هماغسي وړوکي وبریښیده. د ښار په منځ کې د فرخي هوټل سیمې ته چې راورسیده له ځانه سره وډونګیده . دغه ځای خو دومره ډیرتغیر نه دی کړی. بس مخامخ د موټروهډې ته راغی. د شلګر هډه یی وموندله. په هډه کې دوي سراچې ولاړې وي. یوځوان چې په ده يي سترګي ولګیدې په زوره يې چیغه کړه.میری میری هله میري

  دی خواته ورغی او ورته یی ویی ویل.میري والا.

ـ ځوانه زه خوچاردیوال ته ځم په کوم موټر کې به ځم.

ـ همدا موټر د چاردیوال په لاره ځي.

ـ نو ته خو د میري میري چیغې وهي.

ـ خو د چاردیوال په لاره میري ته ځم

ـ کرایه څوده؟

ـ کاکا! لکه چې نابلده یی؟

هو ؟

ـ کرایه خو له تا زیاتی نه اخلم پینځوس افغانۍ ،سل کالداري.

ـ زه خو کالدارې لرم!

ـ پروانه لري کینه حرکت ده په خیر،چیرته ځي؟

ـ په سیني به کته شم. په سر فرازکلا کې مې انډیوال دی.

ـ ښه ده ښه ده بس خیزه موټرته خیزه!!.

په موټر کې دننه د ده په منګ ناست سړي ورته په ځیر ځیرکتل. بیا يي ګلاب خان ته وویل:
ـ وروره راوخیزه چې له خیره حرکت وکړو. څومره زیاتې پوښتنې کوي.!

ګلاب خان دروازه خلاصه او د شاپه سیټ کې د همدې سړي ترڅنګ کینوست. د هغه په بل اړخ کې یوه  د پاخه عمرښځه اویوه وړه نجلۍ ناسته وه. په مخکنې سیټ کې هم یو کابو پینځویشت کلن ځوان چې د پینځوکلو ماشوم يي هم په غیږ کې نیولی و، ناست و.

د ده له کیناستو سره سم ښځي خپل مخ په پوړوني کې پټ کړ. اوپه یوه سترګي يي ښار ته کتل .موټرچلوونکي هم د مخي سیټ ته را ودانګل.اوپه سویچ کې يي کیلي تاوو کړه. موټر چالان شو.

ګلاب  خان غلی ناست و. د ښارپه ننداره بوخت اوپه دې سوچونو کې ډوب و. چې شپه به چیرته رسوي. ده چې په کوم مقصد له کشمیره حرکت راکړی و. هغه يي هم چاته نه شوای ویلای. د ده هیله داوه چې له که وکولای شي له پینځه دیرشوکلونو وروسته هم یوځل خپله مور خپل پلار او یکي یوه خور وویني. دی په داسې يو څه له کور او کلی ورک و. چې چاته یی د هغه بیان هم نشوای کولای. او د خپل دغه عمل اوسپین سترګۍ له امله د کورنۍ ټولو غړو ته هم سرکوزی و. ګلاب  خان په دا دومره اوږده موده کې په دې نه و .توانیدلی چې د خپلې کورنۍ د غړو احوال واخلي او یا هم د خپل ځان په اړه ورته معلومات راواستوي. ده مخامخ کتل د موټروان ښې لاس ته اینه کې هم موټروان ته اوهم يي څنګ ته ناست سړي ته ور معلومیده.موټرله ښار ووت . د ده څنګ ته سړی یوځل بیا په ځیرځیر ورته وکتل.په زړه کې ورتیره شوه. دا خو ګلاب  خان راته ښکاري. یوناڅاپه يي ترې وپوښتل: یاره د پوښتنې عیب دې نه وي. د کوم ځای يي؟

ـ وروره د مقریم اوبیا غلی شو.

څنګ ته ناست سړی نور هم شکمن شو. بیا يي وپوښتل: نوچیرته ځي .؟

ـ سرفراز کلا کې مې  یو انډیوال دی. پور مې پې باندې دی.

ناست سړي بیا وپوښت زبه خو دې د اندړ غوندې ده. د مقرد خلکو غوندې خونه غږیږي.

ګلاب خان یوڅه په ستوغه لهجه ورته وویل: نوڅه درواغ خو به درته نه وایم.

ـ ښه ښه خوشکه مه دروله. د ما د یوبل چا شک درباندې وسو.

ګلاب خان غلی شو خوپه زړه کې ورتیره شوه هسی نه چې پیژندلی به یی. وارخطا هم شو. خو د وارخطایی نښې پرې نه معلومیدي. د دې له پاره چې ډاډمن شي. په ډاډمن انداز يي ورته وویل: د چا خیال د را باندې وکړ.

ـ بس هسي د ما یو اوښی دی. دا څو کاله کیږي چې ورک دی. ګلا پ نومیده.

ګلاب خان د خپل نوم په اوریدو سره اک پک شو.ناست سړي ته یی وویل:
ـ په دا جنګو کې ورک شو.؟

ـ نه نه د جنګونو له کلوپخوا د داودخان په وروستي کال به و. چې له کوره وتی د پاکستان په لوري تللی و. خو تر اوسه يي د مړه ا و ژوندی درک نسته. خوارکي یوه مور پلار اویوه خورکۍ پریښودل. او پخپله له کوره ووت. بدبخته سړی و. بیا یی تراوسه کوم احوال نه دی معلوم. په دغه وخت ښځي هم په یوه سترګه ګلاب خان ته په ځیرځیر وکتل.په څیره کې کټ کټ لکه ګلاب خان داسې و، خو یوازې په کیڼه وروځه يي د یوه زخم نښه لیدله کیده چې ګلاب  خان بیا دا زخم نه درلود.

ګلاب خان هم اوس نو خپل څنګ ته ناست سړی وپیژاند. چې د برکلی جان محمد دی خوهڅه يي کوله ځان ناګاره واچوي.

بیا يي ترې پوښتل تا ویل: اوښی مې و. نوستاخور ورته ناسته وه او که د ده خور درته ناسته ده؟؟

ــ د ده خورراته ناسته ده؟ دا مخي ته مې دریم زوی دی. اودا هلکان هم مال د خدای دي زما لمسیان دی. په دغه وخت کې له موټر چلوونکي څخه موټر یوې کوچنۍ کندې ته ورولویده او دوئ ټول يي په خپلوسیټونو کې پورته اوکښته وغورځول. د ښځي له خولې د فضل فضل غږپورته شو.

کله چې بیرته د موټر تګ عادی شو.نوبیایی له جان محمده وپوښتل: خدای وهلي څه کار کړی و. چې کور او کلی يي پریښود.؟

ـ ای وروره له خپل لیمڅي سره يي پښې نه غځولي. د خپل کلي د یوه زورور سړی په لورمین شو بیا یی له ناوسي پسي غږینه کړه. په ښکاره يي په ډک جومات کې اعلان وکړ. چې فلانۍ زما ده ولاکه به يي بل راڅخه واده کړې. بس وروره دا خبره نه وه د اټوم بم و. چې وچاودیده. هغه د سړو چیښتن و. په جومات کې یی برید پرې وکړ.زښته زیات یی وهلی و. نو له دې خاطره خوارکی له کور اوکلي ووت. جان محمد خپله خبره پسي وغزځوله څنګه يي کوي ځوانی حیوانی ده. هغه نجلۍ يي بیا په خپلوانو کې ورکړه .اعیال مایال یې ونشو. تیرکال خوراکۍ په سرطان مرض مړه شوه. د ده خوارکي موربه تل ویل: زما په ګلاب خو دا نجلۍ هم مینه وه. بیا د ده مور اوپلار هم یوڅلور کاله مخکې مړه شول. موريي پسي ړنده هم شوه. جان محمد ده ته کتل : خو د دې خبرو په اوریدو د ده په سترګو کې  اوښکې ډنډ شوي. ستونی يي راډک شو.جان محمد چې د ده حال ولید.بیا يي ورته وویل:

یاره ! رښتیا ووایه ته خوبه ګلاپ  خان نه يي؟

ده په نیولي اوژړغوني غږ يي وویل: زه ګلاپ خان یم. له دې خبرې سره په موټر کې د ناستي ښځي له خولي کوکه ووته اومخ یی لوڅ کړ. په ژړا ژړا يي ورته وویل: ابۍ په تاپسي ړنده شوه. بلا دې په ماسه. د ګلاپ غوندې ځواني دي څنګه خاورې ایرې کړي. موټر چلوونکي موټر ودرواوه. دوۍ ټول له موټره راکوزشول. خوريي په ورور غیږه تاوو کړه.  د واړوپه زوره زوره ژړل. خوريي وپوښت په دا وروځه دې د زخم نښه له کومه شوه. ده په ژړا ژړاکې ورته وویل:

ـ دا خو یوه ورځ موټر ټکرشو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.