وصیت

لیکوال: اسدالله بلهارجلالزی

587

زړه نازړه يي ګولۍ خولې ته واچوله، یوه شیبه يي د ژبې او تالو تر منځ ټینګه نیولې وه، په ډډ خو ټیټ غږ يي، خپلې میرمنې ته وویل: سلطانۍ بې بې؛ یوه پیاله کې خو لږ تړمې اوبه راکړه!
ـ دا توود چای ورسره وڅیښه. د تناره چایجوشونه مې اوس له یخو اوبو ډک کړل

ـ سمه ده چای را کړه.
ـ معلمه! له دوا سره دې لږ فرق هم کړی دی؟…
ناورغ په داسې حال کې چې په سختۍ يي ګولۍ تر ستونې تیره کړه، او تندي يي ګونځي پیدا کړل. په هماغه پخوانۍ انداز ټیټ غږ ورته وویل: ولا که يي چندانې په فرق پوهیږم، له ډیرو ګولیو او شربتونو مې زړه تور شو. له دې سره يي له پاکټ څخه هم دوه ګولۍ په خپل رغوی کې ونیولې، د دریم پاکټ څخه يي هم یوه ګولۍ ور واخیسته، ټولې يي په یوه وار خولې ته واچولې او د ساړه چای لوی غړپ يي پسي وکړ، د درملو کڅوړه کې د ګولیو پاکټونه او د شربتو بوتلونه خوندې کړل. په تاخچه کې ایښي کتابچې ته يي لاس ور اوږد کړ. د قلم په لټه کې شو. پیدا يي نه کړ، ښځې ته وویل: د هلک یا نجلۍ له بکسه یو قلم راته راکړه، یو څو یاداښتونه لیکم چې بیا مې له یاده ونه وزي.

شیبه وروسته يي په لړزیدوکو ګوتو کې قلم ور واخیست او داسې يي ولیکل
ګرانې او زړه ته رانژدې سلطانې بې بې، احمدجانه زویه او ګلبشرې لوري، خدای مو خوشحاله ژوند په نصیب کړه. کله چې زه سترګې پټې کړم، د تقاعد له پیسو څخه مې شل زره په بانګ کې درته پریښې هغه به در واخلۍ، خو خیرات او سقاط را پسې مه کوۍ، دوعاوې مو غواړم. سلطانۍ بې بې ته لا شکر دی ځوانه يي یو صالح د ژوند ملګری درته وګوره، خو داشرط به پرې ږدې چې که پسرلي ته د نجونو مکتبونه پیل شول چې لوردې مکتب ته ورولي، احمد زویه خپلو زده کړو ته به په هر حال کې دوام ورکوي. نورنو د چا پور راباندې نشته او زما هم په چا پورنشته، دوه زره روپۍ مې زلیخا ابۍ ته ورکړي دي خو مه يي ورڅخه اخلي،ځکه پور مې نه دي ورکړي د دې کرښو له لیکلو وروسته يي کتابچه بیرته په هماغه ځای کې کیښوده، کلمه يي وویله، په خپله بستره کې وغځیده، تر ډیرو يي شونډان ښوریدل، سهار وختي د جومات ملا صاحب ته کلیوالو وویل: هدیرې ته به ولاړ شئ معلم صاحب محمد حنیف وفات شوی.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.