د لوږې سونامي- اتلسمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

519

د لوږې سونامي د مقالو په ترڅ مې چې د افغانستان پر خلکو باندې د راوړل شوو ستونزو په باب څه ویلي او یا مې د پېلابېلو منابعو په حواله د خپلو خلکو د شکایتونو او عږونه جگ کړي دي او یا مې د دې ستونزې په باب د نړیوالو رپوټونه رااخیستي دي چې په هغو کې پر خلکو باندې له زغم وتلی حالت ښوول شوی؛ د ښایسته اوږدې مودې په تېرېدو سره او د نړیولو له بېشمېره مرستو سره ـ سره د خلو بد حالت دومره چې هیله کېده نه دی بدل شوی.

ښايي د اوسنیو گڼو ستونزو او بدمرغیو یو لامل د نوي نسل روزنې ته د مشرانو او حکومتونو نه پاملرنه وي. په همدې څو لنډو تېرو ورځو کې زما یو چیز فهمه فرهنگي دوست د لوږې سونامي د ستونزو په اړودوړ کې، د لوږې د رامنځته کېدو یو لامل د نوي نسل د ناسمې پیله گڼي او دا وايي چې دا وږې او بې برخلیک ماشوانو او کوچنیانو کې به څومره استعدادونه ضایع کېږي. زما دوست د نوې نسل د ښه روزلو او نا ښه روزلو په باب دا څو کرښې ولیکلې چې د افغانستان په څو نویو نسلونو کې، د ښه نه روزلو په صورت کې له افغان ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخولي یو عالم کیسې کوي:

«زموږ عمر خو هسې هم په رشخندیو کې تېر شو. نوي نسل ته سړی خپه شي. دا خپګان خو هله د انفلاق حد ته ورسیږي چې نوره نړۍ وګورې چې د خپلو ماشومانو د ښې روزنې لپاره څومره پانګونه کوي.

او بیا چې خپل تنکي ماشومان په کار کولو او ګدایۍ سپېره مخونه ووینې زړه به دې بد شي. د ماشومتوب خواږه ترې د حالاتو جبر لوټوي او آینده یې له ناهیلیو ډکه ده.

کنه، څوک څه پوهیږې چې دې سپیرو مخونو او وږو ګیډو ماشومانو کې به څومره استعدادونه، پرته له دې چې ودې ته یې زمینه برابره شي، وژل کیږي.

نیکبخته ملتونه هغه دي چې مشران یې د نوي نسل د نیکمرغۍ لپاره په ځان سختې تېروې؛ نه دا چې د هغوی حقوق خوري او یا ورته هیڅ ارزښت نه ورکوي.»

د لوږې سونامي لنډمهاله منفي پایلې، د نوزېږو ماشوانو او له یو ترپنځه کلنۍ او لږ هم تر پنځه کلنۍ د لوړ سن ماشومانو او کوچنیانو خوارځواکي ده. پر افغانو او افغانستان باندې د لوږې سونامي له راتگ نه څو میاشتې وروته په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او کوچنیانو د خوارځواکۍ او مړینې رپوټونه نه ورځ تربلې مخ په زیاتېدو وو او اوس هم هم رپوټونه داسې وايي چې «په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر دوه برابره شوی.» دی. د دې رپوټ یوې برخې ته پاملرنه وکړئ چې بي بي سي پښتو د ۲۰۲۲ ام کال د می پر اولسمه خپور کړی دی:

«د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، نړۍ کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته نېږدې شوې ده.

یونیسف په خپل نوي رپوټ کې ویلي، کورونا وبا، اقلیمي بدلون او وسله والې شخړې د لا ډېرو ماشومانو د لوږې لامل شوي دي.

افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې نږدې یو اعشاریه یو میلیون ماشومان پکې په خوار ځواکۍ اخته دي.

یونیسف پر نړیوالو غږ کړی، هغو ماشومانو ته دې بودیجه ځانګړې کړي چې په چټکۍ وزن بایلي.

د نړۍ میلیونونه ماشومان د لوږې له امله د مرګ او ژوند ترمنځ سخت حالت زغمي.

هغه ماشومان چې هره ورځ باید چټکه وده وکړي، له خاپوړو راپورته او په لاره روان شي خو لوږې او خوارځواکۍ ترې دا توان اخیستی چې د ژوند بل پړاو ته داخل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق یونیسف په دې برخلیک د اخته ماشومانو شمېر ۱۴ میلیونه یاد کړي.

یاد ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له یوې خوا خوارځواکه دي او له بلې خوا یې لویه برخه چې شمېر یې لږ تر لږه لس میلیونه دی، درملنې ته هم لاس رسی نه لري.

افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ګڼ شمېر ماشومان یې خوار ځواکه دي. د یونیسف د شمېرو له مخې له یو میلیون ډير ماشومان پکې په خوارځواکۍ اخته دي.

یونیسف وایي، له ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې هغه مهال شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو خو اوس یې شمېر له یو میلیون ماشومانو اوښتی دی.

د یونیسف پدې نوي رپوټ کې چې همدا نن (سه شنبه) خپور شوی، خبرداری ورکړل شوی چې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر لا په ډېرېدو دی او د اوکرایین جګړه چې نړۍ یې نوره هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړې، دا وضعیت لا پسې ناوړه کړي…»

او داسې څه هم روان دي چې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په وجه افغان بااحساسه ډاکتران د لوږې سونامې نه د رامنځته شوو ستونزو په لړ کې د خوارځواکو ناروغانو درملنه په خپل لگښت سره کوي. دا دهغه رپوټ یوه برخه ده چې «pashtovoa» څه موده مخکې خپور کړی دی:

«د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان ډاکترانو له قوله یې ویلي چې هغوی په خپل شخصي لګښت ناروغانو ته درمل اخلي.

دغه صندوق نن یکشنبه فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۴) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په نازک کېدو سره هره ورځ د کابل په اندراګاندي روغتون کې د سختې خوارځواکۍ اته پېښې ثبت کیږي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د (صحت طفل) روغتون یوې ښځینه ډاکترې حسینې له قوله ویلي چې هغوی هڅه کوي په روان وضعیت کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

اغلې حسینې زیاته کړې چې په دغه هیواد کې ګڼ شمېر ډاکتران پخپلو شخصي پیسو درمل رانیسي او له «ناامیده» والدینو سره مرسته کوي.

یونیسف تر دې مخکې هم په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و که بېړنی اقدام ونشي ممکن په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله مړه شي.

یونیسف تیره چهارشنبه فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) په خپل ټویټر پاڼه کې له نړیوالو په دغې برخې کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

یاد سازمان په تیر ډسمبر کې هم ویلي وو چې د مېندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره، افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري…»

دغه راز په ماشومانو او کوچنیانو کې د خوارځواکۍ د رامنځته کېدو او عامېدو په پایله کې نورې ستونزې هم رامنټه شوې دي چې یوه یې د شري یا شري نا روغي ده. د تانر ویپپاڼې د یوه رپوټ له مخې ویل کېږي چې: «خوارځواکۍ څه باندې ۵ نيم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته کړي»

دا د تاند د رپوټ یوه برخه ده:

«تاند: (يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ ‏‏د طالبانو د حکومت روغتيا وزارت تایید کړه، چې څه باندې پینځه نیم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند «جاوید هژیر» ويلي، چې کندهار ولايت په دې برخه کې د ۶۸۰ پېښو له ثبت سره په يادې ناروغۍ تر ټولو ډېر اخته ماشومان لري.

جوزجان له کندهار څخه وروسته د ۴۳۵ پېښو د ثبت او ۱۵ مړینو له ثبت سره د دویمو ډېرو پېښو، بدخشان د ۲۰۳ پېښو له ثبت او ۳ تنو له تلف کیدو سره درېیم او غور ولايت د ۱۶۵ پېښو له ثبت او ۶ تنو تلف کيدو سره څلورم مقام لري.

مخکې ځینو رسنیو په بدخشان کې طالبانو د روغتيا رييس قاري محمد نذیر د شري له کبله د ۱۷۵ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.

د نړيوال روغتيايي سازمان ویاند مارګارت هريس بيا ويلي، چې په افغانستان کې بشري ناورين او د ماشومانو پراخه خوارځواکي د دغه وضعيت اصلي لاملونه دي.

ياد شوي سازمان د شري ناروغۍ تر څنګ په دې وضعیت کې د نورو داسې خطرونو د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی…»

د لوږې سونامې په راتگ سره په عام ډول د افغانستان ټول خلک د خوراکي توکو د کمبود له ستونزو سره مخ دي، خو اسناد او شواهد ددې گواهي ورکوي چې پنځه نوي سلنه خلکو ته پوره خواړه نه رسېږي. د ملگرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې فقر مخ په ډېرېدو دی.

دې رپوټ ته پاملرنه وکړئ:

«تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د خوړو نړیوال سازمان (WFP)نن یو ځل بیا په افغانستان کې د فقر د زیاتیدو خبرداری ورکړ او ويې ويل، چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي «پوره خواړه نه لري».

د خوړو نړیوال پروګرام، په یوه ټوییټ کې راغلي، چې «په افغانستان کې اوس هم لوږه په زیاتېدو ده او د ټولنې ۹۵ سلنه وګړي پوره خواړه نه لري».

دغه نړيواله اداره وايي : «په هرو ۱۰ عاید لرونکو کورنیو کې، د ۸ کورنیو عاید د پام وړ ټيټ شوی، چې تر ټولو ډېر زیان د کابل اوسېدونکو ته اوښتی دی».

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دغه کورنۍ دې ته اړ شوې دي، چې په سخت ژمي کې بې له کوم عایده له ستونزو سره په زړورتیا مبارزه وکړي.

نړيوال خوراکي سازمان زیاتوي، چې د لوږې له زیاتیدو سره په افغانستان کې د خوار ځواکۍ ځپلو کچه هم زياته شوې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې: «د هرې میاشتې په تېرېدو د خلکو نوې څپې د خپلو کورنیو د مړولو لپاره له سختو بندیزونو سره مخ کېږي.»

د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې، چې د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو برخو دوې برخې یې اوس له ناورین سره د مبارزې ستراتیژۍ سره مخ دي…»

د مقالو د همدې لړۍ په نورو برخو کې هم ما دا نظر ویلی او لیکلی دی چې د نړیوالو دې کور ودان وي چې د بشر دوستۍ د عاطفې له مخې یې په ډېرو کړکیچنو حالاتو کې د لوږې سونامي د وژنوکو څپو په وخت کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی او د غلې دانې، خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته یې کړې ده؛ خو خبره دا ده چې دا د لوږې سونامې د ستونزې اصلي حللاره نه ده، افغانان خپله باید خپله کاري ځواک وکاروي، خپلې طبعي منابعو نه د قانوني استفدې لارې چارې وپلټي او په پای کې په دې وپوهول شي چې:

دوی خپله باید په خپلو پښو ودرېـږي او د خیرات غوښتلو لاس نورو ته ونغځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.