د يوه افغان يوتيوبر او د هغه د همکارانو پر نيونه غبرګونونه

634

د طالبانو له لوري د يوه يوتيوبر او همکارانو نيونې یې او د هغوی د اعتراف نشرولو چې ويل کيږي په زور ترې اخيستل شوی دی، سخت غبرګونونه راپارولي دي. ديني عالمان وايي اجباري اعتراف د اعتبار وړ نه دی.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul

د طالبانو د استخباراتو ادارې په دې وروستيو کې يو افغان يوتيوبر اجمل حقيقي چې ماډل هم دی، د خپلو دریو همکارانو سره مقدساتو ته د سپکاوي په تور نيولی دی. د طالبانو د استخباراتو ادارې د دې کسانو د اعتراف ويديو هم خپره کړې ده.

د طالبانو استخباراتو ليکلي دي: «هيڅوک اجازه نه لري چې د اسلامي نظام تر حاکميت لاندې د قرآن پاک آیاتونو، حديثو او اسلامي مقدساتو ته سپکاوي وکړي او ملنډې پرې ووهي. هغه کسان چې په دې وروستيو کې یې د قرآن پاک د مبارکو آیاتونو سپکاوی کړی وو، نيول شوي دي.»

په دې ترڅ کې په هغو عکسونو کې چې د سه شنبې په ماسپښين په ټولنیزو رسنيو کې نشر شوي دي، ليدل کيږي چې د اجمل حقيقي او د هغه د دريو همکارانو لاسونه تړل شوي دي. له دې يوتيوبرانو سره يو شمير نجونو هم کار کاوه چې تر اوسه یې د برخليک په اړه معلومات نشته.

د دغو نیول شويو کسانو پر مخ د وهل ټکول کيدو نخښې ښکاري او داسې بريښي چې له دوی څخه دغه اعتراف په جبري توګه اخيستل شوی دی.

قضيه څه وه؟

څه وخت مخکې د يوتيوب له لارې د اجمل حقيقي يوه ويديو نشر شوه چې په هغه کې د نوموړي له همکارانو څخه یې د غلام سخي په نوم يوه تن چې په نشه يي توکي هم روږد دی او د اجمل حقيقي په حواله له رواني ناروغۍ کړيږي، د قرآن پاک يو آيت د سندرې په شکل ويلی وو او د نڅا په څېر حرکتونه یې ورسره کړي ول.

د دې ويديو تر خپريدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه وپاريدل او حتی نورو يوتيوبرانو هم په دې اړه تبصرې وکړې.

اجباري اعترافونه

که څه هم چې د دې ويديو تر نشريدو وروسته اجمل حقيقی او همکارانو یې په يوه بله ويديو کې له خلکو بخښنه وغوښتله او ویې ويل چې دا ډول سهوه به بيا نه تکراريږي، خو د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا په يوه بله نشر شوې ويديو کې اجمل حقيقي «اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي» او د «فحشا پر خپرولو» اعتراف کړی دی. هغه ويلي دي چې د پخواني جمهوري نظام له خوا ملاتړ کيده او اوس چې د طالبانو محکمه هر حکم صادروي، هغه به يې ومني.

که څه هم چې روښانه نه ده چې دا اعتراف تر کومو شرايطو لاندې اخیستل شوی دی، خو په افغانستان کې د ټولنیزو رسنيو يو شميرکاروونکي وايي چې دا اعترافونه په اجباري توګه اخیستل کيږي او د افغانستان د پخواني نظام پر ضد تبليغات یې هدف دی.

په افغانستان کې يو ديني عالم سيد عبدالهادي هدایت په دې اړه وويل: «په زور او په زړه نا زړه توګه اخيستل شوی اعتراف د اعتبار وړ نه دی.»

بل لوري ته د بشري حقونو فعالانو هم نیول او اجباري اعترافاونه له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان د پخواني حکومت د دولت د وزير مرستيال عبدالواحد فرزام د دې افغان يوتيوبر او د هغه د همکارانو نیونې ته په اشارې سره ويلي دي چې د بيان د آزادۍ پر مسئلې سربیره «د اعترافونو نشرول د دې ښکاروندي کوي چې د دې قضیې تر شا شديده رواني او فزيکي شکنجه شته. شکنجه د دې باعث شوې چې دا کسان اعتراف وکړي.»

د بشري حقونو دا فعال په دې آند دی چې که چېرې دې کسانو جرم هم کړی وي، اعتراف یې په دې شکل بايد نه وای نشر شوی. د هغه په خبره د محکمې له حکم پرته د دې کسانو انځورونه نشرول پخپله له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د طالبانو له خوا د نيول شويو کسانو په جبري توګه اعتراف ته اړ باسل نوې خبره نه ده. واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د بشري حقونو ډېري فعالاني، خبريالان او منقدين نیولي او وهلي ټکولي یې دي.

په دې وروستيو کې د ښځينه اعتراض کوونکو يو شمير ويديوګانې چې هغوی پکې اعتراف کړی دی د طالبانو د استخباراتو د ادارې له خوا نشر شوي دي چې د شنونکو په آند ترې دغه اعترافونه په اجباري توګه اخیستل شوي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د استخباراتو ادارې په کابل کې پر يوه هوټل هجوم وروړ او د نجونو په ګډون یې يو شمير ځوانان څو ساعتونه نيولي ول.

له دوی څخه یې يوې نجلۍ چې نه غوښتل د امنيتي دلایلو پر اساس یې نوم واخیستل شي، دويچه ويله ته وويل: «طالبان بې له کوم دليله هوټل ته داخل شول. دروازې یې وتړلې، موبايلونه یې ټول کړل او هلکان او نجونې یې سره بیلې کړې. زموږ د سترګو پر وړاندې یې هلکان هر يو شل درې وواهه.»

هغه زياتوي چې طالبانو هغوی د داسې کارونو د کولو په اعتراف مجبور کړل چې دوی هیڅ نه دي کړي: «نجونې یې د هوټل يوې بلې خونې ته انتقال کړې او ورته یې وويل: هره يو یې مرکه وکړئ او ووايې چې دا هوټل نه دی، بلکې عياش خانه ده او موږ دلته د ساتیري له پاره راځو څو له نامحرمه نارینه وو سره وخت تير کړو.»

هغه وايي چې طالبانو ترې تعهد اخيستی چې هيڅ ونه وايي او دوی اوس ويره لري چې طالبان به یې دغه په زور اخیستل شوی اعتراف نشر کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.