دوه آلماني کارپوهان: له طالبانو سره خبري ضروري او سم کار دی

392

د دوو آلماني کارپوهانو په آند لوېديځ د خپلو ګټو او ارزښتونو د خونديتوب په خاطر بايد له طالبانو سره خبري وکړي. هغوی وايي چې غربيان نه بايد د دې کليشه یي تصور په فريب کې و اوسي چې طالبان «ظاهراً تر ماقبل تاريخ جنګیالي» دي.

Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob 

له هغه وخت راهيسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته ورسېدل، لوېديځ هڅه کوي چې د طالبانو له رژیم سره مناسب سياست غوره کړي. له يوه اړخه لوېديځ نه غواړي چې له په رسميت پيژندلو سره دغه حکومت ته مشروعيت ور کړي، له بله اړخه له طالبانو سره د خبرو اترو لارې لټوي، څو د بشري مرستو له پاره د ځانګړو شرايطو په رامنځته کولو وتوانيږي.

کونراد شيتر چې په دې وروستيو کې یې له کاتيا ميلکه سره په ګډه د «طالبان: تاريخ، سياست، اديالوژي» په نوم کتاب ليکلی دی، وايي دا چې لوېديځ د طالبانو د سياست په اړه په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په تړاو پر سياست سربيره هم له دغه ډلې سره تماس نه دی پرې کړی، سم کار دی. د نوموړي په خبره افغانستان د خپل جيوپوليتيکي موقعيت په خاطر په دوامداره توګه له نظره نه شي غورځول کيدلی.

شيتر وايي چې پاکستان، چين او عربي ملاتړ کوونکي یې هڅه کوي چې پر طالبانو اغیز ولري او هر يو یې خپلې موخې لري. نوموړی او میلکه انتظار لري چې اروپا به هم په دې برخه کې له طالبانو سره د نزدې کيدو هڅه وکړي: «يوازې د دې د څرګندولو په موخه چې په افغانستان کې چې په تېرو شلو کلونو کې کوم کار د ملکي پراختيا په برخه کې شوی دی هغه عبث نه وو.»

خو کونراد شيتر له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې لوېديځ له يوه مشکل سره مخ دی: «په دې اړه چې د طالبانو ترمنځ کوم بېلا بېل جريانونه موجود دي او له هغوی سره به د يوه واحد غورځنګ يا حرکت په توګه د چلن لاره څه وي، په لومړي سر کې ډېر درک موجود نه وو.»

د نوموړي په خبره په دې ډله کې د هغو سخت دريځو په مقابل کې منځلاري قرار لري چې د مثال په توګه غواړي خپلې لوڼې ښو ښوونځيو ته واستوي او همدا راز له ګاونډيانو او نړيوالې ټولنې سره په همکارۍ افغانستان ته پراختيا ورکول یې هدف دی.

Conrad Schetter | Professor am Bonn Internationl Centre for Conflict Studiesکونتراد شيتر، د شخړو د مطالعاتو د نړيوال مرکز استاد، له طالبانو سره د کليشه یي چلن له تصوراتو څخه خبرداری ورکوي

هغه زياتوي چې همدا شان د طالبانو ځوان نسل د تېرو نسلو په مقابل کې دريږي چې په نتيجه کې یې په دې ډله کې د قدرت پر سر جګړه روانه ده او هغه چې له لوېديځ سره د هر ډول همکارۍ پر ضد دي، د «اسلامي دولت» يا داعش له سيمه ایزې څانګې سره يوځای کيږي.

«مبهم جوړښتونه او هدفونه»

شيتر او میلکه ليکي چې طالبان په حقيقت کې يو پيچلی غورځنګ دی او په اړه یې نه باید د غرب د کليشه يي تصوراتو فريب وخوړل شي چې ګني هغوی «ظاهراً ماقبل تاريخ جنګيالي» او له «اصلي نړۍ څخه لیرې پاتې شوي ملايان دي.»

د دوی په خبره طالبانو په تېرو ۲۵ کلونو کې په دوامداره توګه د جګړې په پرمخ وړلو کې که هغه نظامي وي او که روانی، پرمختګ کړی دی.

دا دوه کارپوهان زياتوي چې که څه هم هغوی تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې د جنګيالو دا ډله په منظم او ځانګړو هدفونو لرونکې ډلې واړوي او دا چې د دې ډلې چوکاټ او جوړښت تر اوسه هم مبهم وو او تر ډېره حده له دباندې څخه نه شي مشخصیدلی. خو يوه خبره روښانه ده چې طالبان له خپلو وسايلو څخه د استفادې په ترڅ کې که هغه له خارج سره اړيکي او که له تاوتریخوالي څخه کار اخيستل وي، په هماغه کچه انعطاف پذیره دي، لکه د خپلو قوانينو او مقرراتو د اجرا کولو په برخه کې چې انعطاف پذیره دي.

شيتر او میلکه په دې ارتباط وايي: «هغوی [طالبان] د يوې ادیالوژيکي بلا په توګه نه، بلکي د یوه معقول او تر ټولو دمخه د يوه منطقي لوبغاړي په توګه راڅرګنديږي.»

د ارتباطاتو په برخه کې مهارت

د مثال په توګه له رسنیزو امکاناتو څخه د استفادې په برخه کې طالبان ډېر ژر ديجيتالي اړيکو ته متوجې شول او ګټه ترې اخلي. هغوی د ويديوګانو او غږيزو پېغامونو په نشرولو سره د افغانستان د ولس ډېرې برخې ته لاس رسی پيدا کوي. د دوی د «الامارة» په نوم ويب پاڼه په پنځو ژبو انګليسي، پښتو، عربي، دري او اردو خپريږي.

دوی همدا راز د پټو ارتباطاتو په برخه کې هم ځان ثابت کړی دی. شيتر او ميلکه د بېلا بېلو څېړنو تر اروزنې وروسته ليکلي چې تقريباً له ۲۰۱۲م کال راهيسې، هغه وخت چې امريکا د خپلو نظامي عملياتو په کمولو پېل وکړ، طالبانو په جنګي عملياتو کې د وژل شويو او ټپيانو د شمیرو په اعلانولو کې له افراط او تفريط څخه ډډه وکړه.

Afghanistan Alltag in Kabul

په دې توګه د دې دوو ليکوالانو په حواله د طالبانو شميرې چې له سيمې څخه به یې د قربانيانو په اړه ورکولې، له هغو شمیرو څخه چې د افغانستان حکومت او د ناټو او يا امريکا متحده ایالاتو ځواکونه به د وړاندوينو پر اساس ورکولې، فرق درلود. په دې ترتيب د ډېرو افغانانو له نظره طالبان د اعتماد وړ يوه سرچينه ول او همدې ورسره مرسته وکړه چې د يو شمیر کسانو باور ترلاسه او يا یې ډېر کړي.

طالبان د نشه يي توکو په برخه کې هم ځان ډېر انعطاف پذيره ښيي. هغوی د خپلو اصولو پر اساس له ۲۰۰۱م کال راهيسې د مذهبي دلایلو پر اساس د مخدره موادو کارول محکوي او پر دې ټينګار کوي. خو د هغوی دې کار د کوکنارو د کرکيلې مخه ونه نیوله.

طالبان په عين حال کې په دې هم پوهيږي چې د کوکنار له منځه وړل، د بیلګې په توګه په هلمند کې، يو شمير کوچني کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي. په دې توګه هغوی [طالبانو] د امريکا متحده ایالاتو او بريتانيا د هغو موادو د پروګرام مخالفت وکړ چې د کوکنارو ريښې ورکوي.

Afghanistan | Opium-Anbau in der Jalalabad Provinz

د تاوتريخوالي کړنې تر هغه لږ دي چې ويره یې موجوده وه

طالبانو د تاوتريخوالي په برخه کې هم په خپل چلن کې تغير راوستلی دی. هغوی په پخپله لومړۍ دوره کې، په لوبغالو کې په سنګسارولو او علني اعدامونو لاس پورې کاوه. په دويم ځل واک ته تر رسېدو وروسته چې کله هغوی د ۲۰۲۱م په سپتمبر میاشت کې د دريو تورنو کسانو جسدونه په جرثقيل راوځړول نو ګومان دا وو چې د دوی له خوا به ظالمانه چلن او زړه بوږونکې صحنې ډېرې تکرار شي.

د روان میلادي کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شويو شميرو پر اساس طالبانو په تېر کال کې د قدرت ترلاسه کولو وروسته، تر سلو ډېر هغه کسان چې د پخواني حکومت، امنيتي ځواکونو او يا د بهرنيو ځواکونو سره یې کار کاوه، وژلي دي. د بشري حقونو پلوي سازمانونه بيا د کابو ۲۰۰ کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

کارپوهان شتير او میلکه ليکي چې طالبان له ملکيانو سره له تاوتريخوالي ډډه کوي او هڅه کوي چې هغه په ټولنیزو رسنيو کې د زړه بوږنوونکو انځورونو له خپريدلو ډډه وکړي.

د دې دوو ليکوالانو په آند له تاوتريخوالي څخه دا (نسبي) اجتناب يوه «ستراتیژيکه محاسبه» ده چې طالبان یې په تعقيبولو سره غواړي د دې ډلې په منځ کې «د انضباط لوړه کچه» نندارې ته وړاندې کړي.

کونراد شيتر او کاتيا ميلکه د ښځو وضعيت ته په کتو سره له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي کوي. د هغوی په آند: «که څه هم چې د طالبانو تر حاکميت لاندې به ښځې د دويمې درجې وګړي وي او تر ډېره حده به له ټولنیز مشارکت څخه ښايي بې برخې پاتې وي، خو دا تمه شته چې طالبان په ځينو مواردو کې د مثال په ډول د نجونو د زده کړې په برخه کې جوړ جاړي ته تمايل ولري.»

د دې دوو کارپوهانو په نظر لوېديځ کولی شي دا پروسې له طالبانو سره د خبرو اترو له لاې حمايه کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.