د یوه چترالی مسعود پرسته سره، زما تاریخی مناطقه (۲ برخه)

محمد داؤد مومند

616

د یوه چترالی مسعود پرسته سره،

زما تاریخی مناطقه

(دوهمه برخه)

چترالی مهاجر ښاغلی امان الملک جلاله!

تاسی په خپل ځوابیه لیک کی ړومبی زما د مهذبانه برخورد نه پدی الفاظو او کلماتو اظهار د امتنان کړی دی:(څوک چی په خپل ذاتی صورت دروند او د عالی شخصیت خاوند وی هغه نورو ته هم په درنه سترګه ګوری. یقینا تاسی په خپل لیک کی د خپل درانده او قدر وړ شخصیت ثبوت کړی دی چی بیا هم در څخه تشکر کوم.)

متأسفانه د عین صفحی په متن کی مو، د مسعود پرستانو د تبلیغاتی روش نه په تقلید سره لیکلی دی:«….مګر ستا ټول نظریات او هلی ځلی یو اړخیزی دی یعنی ملی او عوامی بڼه نلری، چی دا ستا قومی برتری او ژبنی تعصب او نژاد پرستی څخه راوچتیږی، چی داسی فاشیستی افکار د ځینو انسانانو په خټه او خصلت (نژاد) کی اخکل شوی وی.»

حاجی جانه! ستا ذولفکری، بی منطقی او (د تلی او ترازو په حساب تولکی فکر) ماته د سردار داؤد خان د صدارت د وخت د تجارت د وزیر، دوهمه درجه لیونی سردار یعنی غلام محمد شیرزاد، هغه جریان را په یاد کړ، چی یوه بد بخت مأمورته یی د یوی خوانه، د صداقت له امله تقدیر نامه ورکړه او بیا یی د ځینو لیونی سردارانو په څیر، په عین وخت کی په وهلو او ډبولو شروع وکړه.

ګرانه حاجی جانه! سردار غلام محمد شیرزاد خو روانی او عصبی تکلیف درلود او لیونیان معذور وی، خو نپوهیږم چی تاسی په څه دول تکلیف مصاب یاست، غالبا د پنجشیری احمد شاه مسعود عشق، تا نه مجنون جوړ کړی دی. خدای دی روغ که مهاجره وروره.

ملی مبارز او لوی استاد، داکټر سید خلیل هاشمیان ستا په هغه بی منطقه لیکنه چی د امید په فاسد اخبار کی ددی عنوان لاندی چی (یک سیر علم را ده سیر عقل لازم است) د «دفاع از پرنسیب» د عنوان لاندی داسی عالمانه تحلیلی لیکنه کړی وه: (بی منطقی عنوان مقاله و سعی برای پوشاندن یک واقعیت مسلم و ثبت شده، توجه مرا جلب کرد تا به حکم اخلاق و شرافت قلم، از واقعیت و پرنسیپ دفاع شود.

این بار اول است که از جرائد برون مرزی سنجش مقدارعلم و عقل به معیار ترازو یا به اصطلاح عوام «تولکی» آنهم به معیار مندوی کابل به یک سیر و ده سیر صورت میګیرد.

در تاریخ علوم نه افلاطون و ارسطو و نه ګالیله و اینشتاین از وزن علم و عقل سخن زده اند.

علماء ساینس کدام سنجشی بر معیار «تولکی» بودن علم به جا نګذاشته تا به اساس آن بګوئیم که مثلا «اینشتاین» یک سیر علم داشت.

لزوم دید «ده سیر عقل برای یک سیر علم» از نوع شطحیاتی است که اشخاص کمسواد و بی اعتناء به معیار های علمی بکار برده اند.

از جانب دیګر عقل را علم تنویر میکند ولی در سنجش (سمچوتکی) آقای امان الملک جلاله، این موازنه نیز برهم خورده چنانچه برای علم «یک سیر» و برای عقل «ده سیر» وزن قائل شده است….حقیقت مسلم را دروغ قلمداد نمودن از شیوه ای استدلال سوفسطائیان (دروغ بافی) است. اقای امان الملک جلاله، برای کتمان یک رویداد ثبت شده تاریخی از سفسطه «دروغ بافی» کار ګرفته است.ختم)

حاجی جانه! د استاد هاشمیان د عالمانه تحلیل د موازاتو سره سم، ستاسی په خپله سفسطه نامه کی، پر مسائلو، منطقی ارتباط نه لیدل کیږی او د مسلمو تاریخی واقعیتونونه انکار کیږی، د پوښتنو د سالم ځواب نه طفره روی او د سؤالاتو رئوس او ماهیت، مشوب او مقلوب کول، ستاسی د سوفسطایی غیر علمی روش او میتود زیر بناء ده، در حالیکه چی شکر تاسی دیوه سیر علم دپاره لس سیره عقل هم لرۍ.

ښاغلی جلاله! استاد هاشمیان ستاسی د «یک سیر علم را ده سیر عقل لازم است»  د مقالی په ارتباط د «امید» فاسد ستمی اخبار د نوبل د جائزی مستحق بللی دی.

ولی زه فکر کوم چی که تاسی خپله ضد افغانی او ضد ملی چټیات نامه د ایران کوم افغانی ضد او ملی ضد یو پوهنتون ته د تیزس په عنوان ولیږۍ، تاسی ته به د یوه افغانی ضد پروپاګندی پی- اچ – دی سند درکړی.

ښاغلی جلاله! ما ستاسی نه پوښتنه کړی وه چی آیا د بحران الدین ربانی او مسعود ستمی اسلامی جمعیت او د ګلبدین اسلامی حزب، ماهیتا د یوی سکی دوه مخونه دی او که نه؟

ولی تا په خپلی چټیات نامه کی ددی مقایسی د اړخونو د توضیح نه ډډه کړی ده.

ما ستا نه پوښتنه کړی وه چی پنجشیری احمد شاه مسعود، د افغان ملت د یونیم ملیونو شهیدانو قاتلان لکه محمود بریالی او پرچمی تاجک تباره شریکانو ته ولی په کابل کی د سیاسی کمونستی فعالیت د رسمی دفتر لرولو زمینه او تسهیلات برابر کړی وه ؟ او وروسته ولی د مسعود د حمایت د چتر لاندی د کابل د هوایی ډګرنه  اروپا ته وتښتیدل؟

آیا دا د مسعود یو تاریخی خیانت نه وه؟

که تاجک تباره برچمیان د ټول سیاسی مصئونیت نه برخورداره وه، ولی داکتر نجیب بدبخت ته د بهر ته د تګ اجازه ورنکړی شوی چی په نتیجه کی په ډیر ظالمانه توګه ووژل شو!!

یواځنی دلیل یی دا وه چی پرچمی نجیب بدبخت پښتون تباره وه !!

ولی متأسفانه تا په ډیره بی ایمانۍ زما د سؤال د جواب نه ډده کړی او د خپل سوفسطایی روش په رڼا کی مو هڅه کړی چی د مسعود پدی ملی خیانت او تبعیضی او فاشیستی چلند پرده واچوۍ.

ستاسی سفسطه او پرده پوشی پدی الفاظو شروع کیږی:

ګرانه:« زړی قیصی به پریږدو، همدا اوس سید محمد ګلابزوی د کمونستانو مقتدر وزیر داخله ، جنرال نورالحق علومی، حنیف اتمر، او داسی نور، دهریان چی لاسونه یی د یونیم ملیون افغانانو په وینو سره دی د شوری په ماڼۍ کی د قوم ټاکلی او منلی نمایندګان او منتخب وزیران ندی؟

ته د یوه غیرتی پښتون افغان په حیث ولی نه ورځی چی د هغوی ګریوان ته لاس واچوی، سرک ته یی راکاږی او څو لتی (لغتی) یی ووهی زما زړه پری هم یخ کړی، دوی خو د مسعود د  حمایت د چتر  لاندی نه اوسی.»

مغل تباره چترالی مهاجره جلاله: واقعا په پورتنی سفسطه آمیزه لیکنه کی تا خپل هغه تولکی منطق یو ځل بیا ثابت کړی کوم چی تا د امید په فاسد اخبار کی دی لیکلی وه (یک سیر علم را ده سیر عقل لازم است)

ارسطو دی راژوندی شی او ستا «تولکی» منطق ته دی غوږ کیږدی. که د ارسطو او افلاطون د زمانی سوفسطائیان را ژوندی شی او ستا تولکی سفسطی واوری نو پدی فن کی به ستا د استادۍ مقام ته سر ټيټ کړی.

مهاجره وروره! په دری ژبه کی یوه کره وینا ده چی :(ده کجا و درختها کجا؟)

امړی تا لیکلی دی چی (زړی قیصی به پریږدو)

چترالی وروره! متأسفانه ستا ادعا او رندی او چالاکی د واقعیت سره سمون نه خوری، پدی مفهوم چی دا رنګه خیانتونه قیصی، افسانی او اسطوری ندی، بلکه دا زموږ او زموږ د اولاد د ژوند عینی واقعیتونه او عملی شوی خیانتونه او جنایات دی.

د دی جنایاتو د ارتکاب نه لکه د سکندر، چنګیز او هلاکو، پیړۍ او په زرهاو کلونه ندی تیر شوی چی سړی پری خپلی سترګی پټی، غوږونه کاڼه او د لرغونو قیصو او اسطورو په سترګه ورته وکتل شی.

که دا واقعیتونه زړی قیصی او افسانی وی نو بیا ولی تاسی د پنجشیری مسعود او زمرد فروشانو د شوری ضد ملی فعالیتونه چی ستا په ناقص عقل او تولکی علم، قهرمانان دی د زړو قیصو او افسانو په لړ کی د تاریخ کندی ته نه غورزوی او د یوی پیاوړی، وطندوستی، ملی مبازی او د فضیلت خاوندی یعنی محترمه میرمن ملالس نظام په مستندو حقایقو د جنون تر سرحده لیونی کیږی؟

که چیری او احیاناْ میرمن ملالۍ نظام هم خدای مکړه په خپل ملی وجدان او ملی تفکر خاوری واچوی او د مسعود پرستانو په ستاینه کی په سادو ګری شروع وکړی ، د هغی مقام په هم ستا په نظر د (حفیظه پوبل واعظی ) چی ستا د تولکی منطق په معیارنابغه ده او میرمن (لیلا) تیموری چی ستا په تولکی عقل ملکوتی مقام لری، په څیر د نوابغو او ملکوتیانو یعنی ملائکو په قطار کی ځای او مقام او منزلت درلودای!!!!!

چترالی مهاجره وروره! د پورتنیو خبرو په ارتباط، دا سؤال پیدا کیږی چی ته په کوم علمی معیارونو خلکو د نبوغ او ملکوتی مقامونو القاب او عناوین اعطاء کوی؟

آیا تاسی د (فایزر) یهودی کمپنۍ په لابراتوار کی چی تاسی هلته مأموریت درلود د (حفیظه واعظی) ذهنی آی- کیو تجربه کړی چی د هغی په اعتبار تا ورته د نبوغ مقام او منزلت تثبیت کړی دی او یا د اچی د مسعود پرستۍ په وجه لکه د اسرائیلو د دولت د یهودی کیدو تابعیت د پالیسی په شرط او معیارپه موازاتو کی چی دمخه پر هغی رڼا وچول شوه، (حفیظه پوپل واعظی) او (لیلا تیموری) د نبوغ او ملکوت مقام ته رسیږی؟

خدای دی روغ که حاجی جانه پداسی فتواګانو او تولکی علم!!!!

نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.