د بریتانیا حکومت په لومړي ځل ‘کوانټم کمپیوټر’ ترلاسه کړ

596

د بریتانیا حکومت په لومړي ځل ‘کوانټم کمپیوټر’ ترلاسه کړ.

د بریتانیا د دفاع وزارت د دې هېواد لومړۍ دولتي اداره شوه چې نوی پرمختللی ‘کوانټم کمپیوټر’ یې ترلاسه کړ.

کوانټم کمپیوټر د دې وړتیا لري چې ډېر پېچلي حسابونه په ډېر کم وخت کې بشپړ کړي، او ډېرې هغه چارې ترسره کولی شي چې اوسني عادي کمپیوټر یې نشي کولی.

اوس د بریتانیا دفاع وزارت د (اورکا کمپیوټنګ) په نامه یو شرکت سره پر دې کار کوي چې په دفاعي سکتور کې له ‘کوانټم تکنالوژۍ’ څنګه ګټه اخیستل کېدای شي.

د یاد وزارت د ساینس او تکنالوژۍ برخې کار کوونکی سټیفن ټېل وایي، د دې تکنالوژۍ ترلاسه کول یو مهم پرمختګ دی.

په کورونو او کارځایونو کې ډېری اوسني کمپیوټرونه د ډېټا یا مالوماتو پروسس کولو لپاره په binary یا دوه عددي سیستم کار کوي. خو کوانټم کمپیوټر د دې چارې لپاره د (کیو بېټ) سیستم کاروي.

د دې نوی سیستم ځانګړتیا دا ده چې د ډېټا پروسس کولو لپاره په خورا چټکۍ میخانیکي مراحل بشپړوي او د عادي کمپیوټر برعکس د تېروتنو احتمال هم کمېږي.

د بېلګې په توګه هغه کمپیوټري یا حسابي ستونزې چې یو عادي کمپیوتر یې د حل کولو لپاره کلونه وخت نیسي، یو کوانټم کمپیوټر یې په څو دقیقو کې حل کولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.