بریتانیې د افغان زلزله ځپلو سره ۲،۵ میلیونه پاونډه مرسته کوي

516

د افغانستان د زلزله ځپلو له پاره بریتانیې ۲،۵ ملیونه پاونډه او اروپا یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده. پاکستان هم په خوست کې یو روغتیایي کمپ جوړ کړی او له ایران څخه هم د مرستو لومړنی کاروان افغانستان ته رسیدلی دی.

د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د بشردوستانه مرستو د اعلانولو لړۍ دوام لري. بریتانیي د ۲،۵ میلیونه پاونډه مرستې اعلان کړی دی.

د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د بریتانیي د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق محمود احمد، د جمعې په ورځ ناوخته په خپل تویتر کې لیکلي دي چې دغه مالي مرستې د هغو ۲۸۶ میلیونه پاونډه مالي ژمنو یوه برخه ده چې د روان میلادي کال په لومړیو کې اعلان شوې وه.

ویل کیږي چې د بریتانیې هیواد دغه مالي مرسته به د ملګرو ملتونو سازمان د سره صلیب او هلال احمر ادارو په اختیار کې ورکړل شي.

بریتانوي چارواکو ټینګار کړی دی چې دغه مالي کومکونه د دوی له شریکانو سره مرسته کوي چې اړمنو کسانو ته حیاتي سرچينې برابرې کړي.

په ورته وخت کې اروپايي اتحادیي هم د پنجشنبې په مادزیګر د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله څپلو سره د یو میلیون یورو مالي مرستې خبر ورکړی دی.

د اروپايي اتحادیي د بشري مرستو او بحران د مدیریت څانګې کمیشنر په خپل تویتر کې لیکلي دي چې تر دې وژونکې زلزلې وروسته په افغانستان کې بشري کړکیچ هم زیات شوی دی.

د اروپایي اتحادیي د دغه چارواکي د معلوماتو په اساس شاوخوا ۲۷۰ زره تنه مرستو ته اړتیا لري او دغه اتحادیه اماده ده چې د زلزلې له اغیزمنو شویو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

سربیره پر دې پاکستان په خوست ولایت کې د یوه روغتیایي کمپ د جوړولو خبر ورکړی دی. په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی دی چې اسلام آباد د پکتیکا او خوست ولایتونو د مرګونې زلزلې د ټپیانو د درملنې له پاره د خوست په هوایي ډګر کې یو روغتیایي کمپ جوړ کړی دی.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې دغه کمپ د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت له خوا جوړ شوی دی چې ۱۹ داکتران او ۳ امبولاسونه لري. نوموړي ټينګار کړی دی هغه ټپیان چې وضعیت یي خراب وي پاکستان ته انتقالیږي.

د ایران د هلال احمر د مرستو لومړی کاروان افغانستان ته ورسید

په مزار شریف کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی دی چې د شنبې په ورځ له زلزله ځپلو سره د ایران د هلال احمر د مرستو کاروان د خوست ویجاړ شوي ښار محمدیه ته ورسید، څو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

ایران مخکې تر دې هم خپلې بشري مرستې په دوو پوځي الوتکو کې خوست ولایت ته استولي وې.

هندوستان هم تیره ورځ اغیزمنو شوو کورنیو ته ۲۷ ټنه توکي چې په هغو کې خیمې، کمپلې او نور مرستندویه توکي شامل دي استولي دي او د دغه هیواد یو تخنیکي ټیم هم کابل ته تللی چې د دغه هیواد په سفارت کې ځای پرځای شوی دی.

د افغانستان د خوست او پکتیکا ولایتونه تیره اونۍ د سه شنبې په شپه د ریشتر په اساس ۵،۹ درجې شدیدې زلزلې لړزولي ول.

د طالب سرچینو په حواله په دغه زلزله کې تر ۱۰۰۰ تنو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۲۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځاني تاوان سربیره، د یو شمیر نړیوالو سازمانونو د شمیرو له مخې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې او د خوست په سپیره ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۱۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.