انګلنډ یو ورځنیو لوبو کې د منډو نوی رېکارډ جوړ کړ

475

کرېکټ: انګلنډ یو ورځنیو لوبو کې د منډو نوی رېکارډ جوړ کړ

د انګلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ نېدرلنډ سره په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې ۴۹۸ منډې جوړې کړې، چې په یو ورځنیو لوبو کې د ډېر منډو نوی رېکارډ دی.

له دې مخکې هم په یو ورځنیو لوبو کې د ډېرو منډو رېکارډ انګلنډ لوبډلې سره و، چې د اسټرالیا پر وړاندې یې ۴۸۱ منډې کړې وې.

د دې لوبې بله ځانګړتیا دا وه چې په لومړي ځل د انګلنډ ۳ توپوهونکو په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې سلیزې وکړې.

په دوی کې فېل سالټ ۱۲۲، ډېوډ ملن ۱۲۵ او جاس بټلر ۱۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لوبې به وروستیو اورونو کې لییم لېونګسټون هم تېزه لوبه وکړه او یوازې په ۲۲ توپونو یې ۶۶ منډې وکړې.

نوموړي دې لوبه کې یو مهال چانس درلود چې یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو چټکه پنځوسیزه وکړي، خو دوه اسان بالونه یې مېس کړل دا رېکارډ ورنه پاتې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.