که مرګ غواړی کندز ته ولاړشه

علم ګل سحر

1,025

 دا متل د کندز ولایت په اویا اتیا کاله مخکې حالت صدق کوي .هغه وخت کندز یو داسې ځای وه ،چې ژوند پکې تفریباً نا ممکن و۔ د هیواد لوی لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی په یوه راډیویي مرکه کې راته وویل: کندز هغه وخت یوه هیره شوې سیمه وه،د ژوند کولو لومړني امکانات پکې نه وو، کرنیزه ځمکه یې نه لرله ، هر ځای اوبه او زیمناکې ځمکې وې چې پکې د نی او وښو ځنګلونه و، په دغو ځایونو کې وحشي حیوانان هم و، چې وخت نا وخته یې د انسان ژوند له خطر سره مخامخ کاوه دلته میاشې او نور خطر ناک خزنده ګان بیخې زیات ول، ملاریا، کالدانه او یو شمیر نورې ناروغي تقریباً عامې ناروغۍ وې، چې درملنه یې هم هغه وخت نا ممکنه وه نو هیچا زړه نه ښه کاوه چې داسې له خطره ډکې سیمې ته ولاړشي۔ کله چې شیرخان هلته نایب الحکومه مقرر شو کندز او د افغانستان شمالي سیمو ته یې زیات خدمتونه وکړل، دلته یې د کار او زیار خلک میشت کړل، لوی لوی زابرونه او شنونه یې وکیندل چې په نتیجه کې یې ډنډونه وچ شول او ځمکې د کرکیلې لپاره چمتو شوې۔ نایب الحکومه شیرخان د سیمې د آبادولو لپاره بیړني اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پروګرامونه طرحه او پلي کړل۔ ښارونه آباد شول.ښوونځي جوړشول خلکو ته شاړې او بې حاصیله ځمکې وویشل شوې، چې بیا خلکو پخپله خپلې ځمکې آبادې کړې، لارې، سرکونه او تجارتی بندرونه لکه شیرخان بندر جوړ شول. په پیل کې هم هیچا زړه نه ښه کاوه، چې کندز ته ولارشي خو نایب الحکومه شیرخان خلک و هڅول په لږ وخت کې د سیمې څیره بدله شوه او د ژوند کولو وړ وګرځیده.

تردې دمخه په چې هر څوک هلته ولاړ له یو خطر سره به مخامخ کیده ډیرکسان چې هلته تللي بیرته خپل کورته نه دي تللی، ځکه نو هغه وخت خلکو دا متل کاوه: که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.