کوم باورونه سادیزم منځته راوړي؟

عبدالجلال امرخیل

942

کوم باورونه سادیزم منځته راوړي؟

کابل کې سلمانۍ ته ورغلم سلمان لۀ مشتري نه پوښتنه کوي کنري دې رېز کوي؟ یاني کنري دې ژاړي؟ هغه ورته وایي هو ډېره تکړه شوې اوس مې یوه ورته پیدا کړې ورسره یو ځای کوم یې چې نوی نسل به یې څنګه وي؟ سلمان ورته وایي د کنري چې پښې زخې ونۀ لري هغه کنري نده بس ۱۵ دقیقې وخت یې پر همدې ضایع کړ دا خلک د مرغانو لۀ بند، چیغو اړ بغارو خوند اخلي خو کۀ یې همدې کړنې ته اروایي ګډوډي ووایې بیا به ټول ښار نیوکې درباندې کوي. سادېزم دقیقا لۀ همدې ځایه پیلیږي سادیست لومړی د ژوو او مرغانو لۀ فریاده خوند اخلي کله چې اشباع شي یا پۀ اصطلاح دا خوند ورته تکراري شي او نور د خوند وړ نۀ وي، ورو ورو د همدې ژوندیو موجوداتو وژلو ته وردانګي او لۀ شټنکو یې خوند اخلي، دا هم یو وخت اشباع کیږي. پر همدې ترتیب خبره د انسانانو تر ځورولو رسیږي اړوند کس د انسانانو لۀ ځور او ژړا نه خوند اخلي، چې ډېرځله لۀ مېرمنې سره د جنسي اړیکو پر مهال وحشت ته لمن وهي او یا پۀ وحشي ډول ناخوندي جنسي اړیکو کې لویږي دا سلسله پۀ پرلپسې ډول د انسانانو پر مرګ او وژلو اوړي کۀ فکر وکړو ډېرځله چې د خوند یوه سرچینه راته تکراري شي نو تر هغې ښه خوندوره سرچینه ټاکو او دا مو ورو ورو د افراط پر لور بیایي چې سادیزم ته لار هواروي. کله چې یو کس د سادیزم پر ګډوډۍ اخته کیږي نو خوندونه یې پر غیر نورمالو کړنو، باورونو او چارو متمرکز وي او پر کړنو د کنټرول لپاره غیر عادي او پۀ خپل سر جوړ شوي معیارونه ټاکي. مثلا فکر کوي انسان او الوتونکي یا حیوانات یو شی دي نو ځورول، وژل او ټکول یې هم توپیر نکوي. لۀ بله اړخه یاد ناروغان د انسانیت هېڅ معیار نۀ پېژني، ځکه باورونه یې د ژوند لۀ لومړیو څخه همداسې ځوروونکي، خپه کوونکي او ډاروونکي جوړ شوي لۀ همدې امله د پېښمانۍ او ګناه احساس نکوي او ډېرځله پۀ خپلو کړنو ویاړي.

ډېرځله مذهبي کورکورانه باورونه هم سادیزم او یا سادیزم ته ورته نښې منځته راوړي چې لۀ ۳۵ کلنۍ وروسته یې مهارول لۀ کنټروله وځي او کس د خپل باور پر بنسټ د ناهمغږو باورونو لرونکي کسان وېروي، وهي او یا یې وژني چې دا یې تر ټولو خطرناکه بڼه ده ځکه پۀ نورو ډولونو کې دا ګډوډي فردي بڼه لري یاني ښایي څو کسان پرې اخته شي خو پۀ مذهبي بڼه کې ملتونه پرې اخته کیږي یو لۀ بله ملاتړ کوي او د نورو باورونو لرونوکو وګړو باندې برید کوي یا یې پۀ یو ډول ځوروي.

جنسي سادیزم چې پۀ لومړیو کې مو اشاره ورته وکړه هم ددې ګډوډۍ یوه برخه ده دلته بیا هم اړوند کس د مېرمنې پر بدن غاښونه لګوي او د بدن لۀ شنۀ کېدو نه خوند اخلي یا د جنسي اړیکو پر مهال د جنسي قوت درمل کاروي تر څو ښځه چغې ووهي او دی خوند ورڅخه واخلي ښایي اړوند کس د جنسي اړیکو پۀ پرتله لۀ چیغو او بغارو ډېر خوند واخلي او پر همدې ارضا شي نور جنسي ارضا کېدو ته اړتیا پاتې نشي.

بل ډول یې هم مدیریتي سادیزم دی ددې سادیزم پر مهال اړوند مدیر پر خپلو کارکوونکو باندې لۀ فشار راوړلو، کنځلو او پۀ یوه او بله پلمه ځورولو خوند اخلي یاد کسان تل خپل کارکوونکي پۀ وړو وړو تېروتنو ګواښي توهین ورته کوي او رټي یې لۀ همدې نه خوند اخلي او اشباع کیږي ډېری لۀ دې مدیرانو ژر خپله دنده لۀ لاسه ورکوي او بېکاره کیږي.

پایله:

سادیستي باورونه د ژوند لۀ لومړیو څخه د حیواناتو لۀ ځورولو، کورکورانه مذهبي باورونو، د جنسي کړنو لۀ اړخه ناخوندې چاپېریال او کورنۍ کې د سخت کنټرول لۀ امله منځته راځی ورو ورو وده کوي او پر وروستیو کې پۀ کړکېچ اوړي. هر سادیزم ځوروونکی دی خو تر ټولو خطرناک یې بیا مذهبي سادیزم دی چې ډېرځله د ملتونو د تباهۍ لامل کرځي او عام وژنې رامنځته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.