د کندهار نړیوال هوایي ډګر لسګونه کارکوونکو د تنخوا د نه ورکړې له امله دنده پرې ایښي دي

469

د کندهار نړیوال هوایي ډګر لسګونه کارکوونکو د طالبانو له لورې د تنخواګانو د نه ورکړې په غبرګون کې په ډله ییزه توګه دندې پرېیښې دي. د دې کسانو شمېر ۳۵ تنه بلل کیږي، چې د هوایي ډګر په بېلابېلو برخو کې یې دنده ترسره کولې.

د کندهار د ملکي هوایي ډګر رئیس نقیب الله وفا هم تائیدوي چې یو شمېر کارکوونکو یې له دې امله دندې پرېیښي دي، چې تنخواوې نه وې ورکړل شوي.

نوموړی وایي، خپله ټوله هڅه یې کړي چې دغه کسانو ته تنخواوې احواله شي: »د دې بیچارو تنخواوې بندې دي، ما هڅه وکړه چې تنخوا یې ورته احواله کړم، خو انوایسونه یې بند دي او درې میاشتې تنخوا یې هم چې کار یې کړی بنده ده، موږ هر ځای ته مسله رسولې ده، خو نه پوهیږو چې څه وکړو.«

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د هغو کسانو شمېر ۱۵ کسان یادوي، چې د کندهار هوایي ډګر کې يې کار پرېيښی.

نوموړي مونږ ته وویل، دا کسان د پخواني نظام پرمهال د هوایي ډګر د خصوصي کمپنیو عادي کارکوونکي دي، چې د دوی سره په دولتي چوکاټ کې هیڅ تشکیل نه لري.

احمدي زیاتوي، چې د کندهار نړیوال هوایي ډګر فعالیتونه په عادي توګه دوام لري او په کارونو کې یې هیڅ کوم خند او ځنډ نه دی رامنځته شوی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو وروسته په یو شمېر دولتي ادارو کې لا هم داسې ډېر شمېر کارکوونکي شته، چې تر اوسه یې تنخواوې نه دي ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.